د بلوچستان په زیاترو روغتونونو کې د دوایانو د نیشتوالي او پر ډاکټرانو د تشدد د پېښو پرضد د اپرېل پر شپږمه هم د کوټې په ګډون د صوبې په زیاترو سرکاري روغتونو کې کاربندیز شوی دی.
د بلوچستان په ډېری روغتونونو کې د دارو درملو د نشتوالي او پر ډاکټرانو د تشدد پرضد د جمعې په ورځ د کوټي په ګډون د صوبې په زیاترو سرکاري روغتونونو کې کاربندیز دی. له کوټې د ایوب ترین راپور
د بلوچستان په ژوب ضلع کې د جمعیت علما اسلام ف ډلې لخوا د امن په موضوع ګڼ ګوندیزه غونډه وشوه چې پکې د عوامي نیشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند،پاکستان مسلیم لیګ ق او نورو ګوندونو سیاستوالو ګډون وکړو.
د بلوچستان په سنځاوۍ کې د شپږو لېویزوالو د وژنې پرضد احتجاجي ناسته د اپرېل پر درېمه هم دوام لري. پرلتوال له حکومته غوښتنه کوي چې په هغه پيښه کې غفلت کونکې چارواکې ګوښه کړل شي او که چرې حکومت دا کار ونکړ نو د سنځاوۍ ټولۍ لارې بندوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر غړي محمد ابراهيم ارمان لوڼي د وژنې مقدمه د اپرېل پر لومړۍ نېټه په لورالايي پوليس تاڼه کې درج شوه.
د احتجاجیانو وینا وه چې دغه شوکماري تر یوه پلان لاندې شوې ځکه چې له غلو سره درنه وسله او موټران هم ول او دوی په یوه ګنټه کې دننه دوکانونه مات کړي او تللي دي.
د بلوچستان د ترقۍ او پرمختګ لپاره بیا بیا حکومتونه منصوبې اعلانوي خو په قدرتي شتمنیو مالامال دغه صوبه اوس هم په اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي ډګر کې د ټول پاکستان تر نورو زښته ډېر پر شا ده.
د لېویزوالو د وژنې پرضد سنځاوۍ ښارګوټي کې پرلت دوام لري
د بلوچستان اسمبلۍ په صوبه کې د لا خراب شوي امنیتي حالت په اړه د مارچ پر ۲۸مه بحث کوي.
د بلوچستان په سنځاوۍ کې د شپږو لېویزوالو د وژنې پرضد نن چارشنبه پر درېمه ورځ هم کاربندیز دی. پر دې مهال ټول دکانونه اوکاروباري مرکزونه بند دي.
د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه سنځاوۍ کې د مارچ ۲۰مې د خونړۍ پېښې پرضد یو ولسي پرلت پیل شوی دی.
د بلوچستان اسمبلۍ به د مارچ پر ۲۵مه، د حکومت له لورې په تعليمي ادارو کې پر سياسي غونډو د بنديز پر موضوع بحث کوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته