د هزاره ګانو مشران وايي، حکومت تر دې مخکې هم د امنیت ژمنې کړې دي خو په پوره کولو کې یې پاتې راغلی.
د پي ټي ايم مخکښ ملا بهرام وويل چې د رياستي ادارو له لوري له پښتنو سره غير ائيني کارونه روان دي او دوی په هېڅ يوه ځای کې خوندي نه دي.
پښتون ژغورنې غورځنګ نن د بلوچستان صوبې په پښتون میشته سیمه چمن کې لاریون وکړ. لاریونوالو په چمن او د بلوچستان په نورو پښتون میشتو سیمو کې د زیاتې شوې بدامنۍ پرضد او د امن په حق کې شعارونه ورکول.
د بلوچستان په مکران سيمه کې پر کوسټل های وې ناڅرګندو وسله والو ۱۴ کسان د سورليو له بسه راښکته کړي او وژلي دي.
په بلوچستان کې ورښتونو او ټرافیکي پېښو ۲۲ کسان وژلي او ۲۳ نور یې ژوبل کړي دي.
د کوټي په هزارګنجۍ کې تېره جمعه د اپرېل پر ۱۲مه د ترسره شوي ځانمر ګي برید چې تر ۲۰ ډېر کسان یې وژلي او ګڼ یې ژوبل کړي ول پرضد یې په یاد ښار کې هزاره ولس نن پر څلورمه ورځ هم پرلت وهلی دی. پرلتوال په کوټه کې د امنیت لپاره د ځانګړيو ګامونو او د هزاره ولس ته د خوندیتوب ورکولو غوښتنه کوي. د مشال راډیو هم
په بلوچستان صوبه کې د بد امنیو د پرله پسې دوو پېښو وروسته په چمن کې مظاهره شوې او په کوټه کې هزاره ګانو په درېمه ورځ هم پرلت غځولی دی.
د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې د اپریل د ۱۲مې پر ماښام، په یوه چاودنه کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او ۱۳ نور ژوبل شوي دي.
د بلوچستان مرکز کوټې په هزار ګنجي سیمه کې نن سهار په یوه ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۸ ژوبل دي.
د بلوچستان د ځوانو ډاکټرانو اتحادیه وايي ، دوي ځکه په وار وار احتجاجونه کوي چې د صوبې په سرکاري روغتونونو کې مناسب سهولتونه نشته.
د اپرېل پر اوومه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سیاستوال او د مذاکراتي کمېټۍ غړي سردار حبیب الرحمان دومړ او د حکومتي مذاکراتي ډلې یوه غړي اصغر خان اڅکزي
په کوټه کې د درمل خرڅوونکیو د ټولنې مرستیال مشر لیاقت علي په دې اړه مشال راډیو ته وویل،د ژوند ژغوروونکي ضروري درمل له حده زیات ګران شوي، د غریبانو وسه نه کېږي چې وایې خلي. خلک در په در شول، د علاج وس یې نشته.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته