د بلوچستان د ترقۍ او پرمختګ لپاره بیا بیا حکومتونه منصوبې اعلانوي خو په قدرتي شتمنیو مالامال دغه صوبه اوس هم په اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي ډګر کې د ټول پاکستان تر نورو زښته ډېر پر شا ده.
د لېویزوالو د وژنې پرضد سنځاوۍ ښارګوټي کې پرلت دوام لري
د بلوچستان اسمبلۍ په صوبه کې د لا خراب شوي امنیتي حالت په اړه د مارچ پر ۲۸مه بحث کوي.
د بلوچستان په سنځاوۍ کې د شپږو لېویزوالو د وژنې پرضد نن چارشنبه پر درېمه ورځ هم کاربندیز دی. پر دې مهال ټول دکانونه اوکاروباري مرکزونه بند دي.
د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه سنځاوۍ کې د مارچ ۲۰مې د خونړۍ پېښې پرضد یو ولسي پرلت پیل شوی دی.
د بلوچستان اسمبلۍ به د مارچ پر ۲۵مه، د حکومت له لورې په تعليمي ادارو کې پر سياسي غونډو د بنديز پر موضوع بحث کوي.
د لاریون برخه والو چې پکې ګڼو سیاسي ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ ګډون کړی، په لاسونو کې تور بېرغونه اخیستي ول، د حکومت او پوځ پرضد یې شعاورنه ورکول.
د بلوچستان د لورالايي پولیسو د ارمان لوڼي د وژنې عیني شاهدانو ته ویلي چې تاڼې ته ورشي او خپل بیانونه ریکارډ کړي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر سېنېټر عثمان خان کاکړ وايي: 'په جنوبي پښتونخوا کې په شعوري ډول دا عمل په دوامداره توګه روان دی، او امنیتي ادارې یې په مخنیوي کې دلچسپي نه لري.'
د پاکستاني پوځ د جنوبي قوماندې د مرکز مشر لفټننټ جنرل عاصم باجوه د مارچ په اتلسمه په کوټه کې په يوه غونډه کې وويل چې په بلوچستان کې يې پوره امن راوستی دی. هغه زياته کړه چې اوس دا صوبه د سرمايه کارۍ لپاره چمتو ده.
د بلوچستان د نصیر اباد ضلعې په ډېره مراد جمالي سیمه کې د مارچ پر ۱۷مه د اورګاډي پر پټلۍ د چاودنې له کبله لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.
د بلوچستان پښتني سیمه کې دوه نوي ډیویژنونه جوړېږي
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته