د بلوچستان د نصیر اباد ضلعې په ډېره مراد جمالي سیمه کې د مارچ پر ۱۷مه د اورګاډي پر پټلۍ د چاودنې له کبله لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.
د بلوچستان پښتني سیمه کې دوه نوي ډیویژنونه جوړېږي
د مرکز کوټې په ګډون د بلوچستان په زیاتره برخو کې د بارانونو او واورې له کبله سېلاوونه راغلي چې په بېلا بېلو سیمو کې یې سړکونه او پلونه وړي او کروندو ته یې
د کراچۍ په یو هوټل کي د زهرجن خوراک له امله د بلوچستان د پښتنې سیمې خانوزۍ د یوې کورنۍ ۶ غړي مړه شوي دي. په مړو شویو کې ۵ ماشومان دي.
په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې بارانونو یو شمېر خلکو ته مالي او ځاني زیانونه رسولي دي، چې پکې باجوړ، اورکزۍ، خیبر، کوهاټ، هنګو شانګله او د بلوچستان لسبېله او خضدار سیمې زیاتې اغېزمنې شوې دي.
د خانوزي په لوی بازار کې د لاریون یو منتظم ډاکټر مزمل کاکړ له مشال رېډيو سره په خبرو کې تور پورې کړ چېڅو ورځې وړاندې ځینو کسانو په سیمه کې د ویرې خورولو هڅه کړې وه نو ځکه یې دوی پرضد د چارشنبې پر ورځ د عوامي امن مارچ په نوم لاریون وکړ.
د بلوچستان د کورنيوو چارو صوبايي وزير ضيا الله لانګو د فرورۍ په اتلسمه مشال راډيو ته وويل د پاکستان او چين اقتصادي راهدارۍ پروژې امنيت يې په ښه توګه ساتلی دی او د سعودي عرب د پانګې ساتلو ته هم تيار دي.
د بلوچستان چارواکي وايي، د فبرورۍ پر۱۶مه، د لورالايي ښار په یو بازار کې نا معلومو وسله والو د ایف سي ځواک دوه سرتېري پر ډزو وژلي دي.
د ارمان لوڼي وکيل وايي چې سېشن جج دا واک لري چې که چېرې پوليس د اېف ای ار درجولو څخه ډډه کوي نو که متاثره کس دغه جج ته درخواست ورکړي نو هغه د اېف ای ار درجولو واک لري.
تر ټولو مهمه خبره دا ده چې پاکستان باید دا فیصله وکړي چې ګټې یې څه دي؟ د مثال په توګه، ایا دا د پاکستان په ګټه دي چې د منځني ختیځ د سیالیو برخه شي؟
د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه لورالايي کې د فرورۍ پر دویمه د پولیسو په مبینه تشدد کې د وژل شوي ارمان لوڼي د قتل ایف آی ار لا هم نه دی درج شوی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژل شوي مخکښ محمد ابراهيم ارمان لوڼي له کورنۍ سره تراوسه پورې تر يو مليون روپيو زياتې ژمنې شوې دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته