د سېپټمبر پر ۲۲مه، د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ کې د یو قرارداد له لارې غوښتنه وشوه چې حکومت دې په کلا سیف الله او پشین کې پر لېویز سرتېرو برید کونکي زر تر زره ونیسي.
د کلا سیف الله د پېښو پرضد په لورلايي کې هم د سوداګر ټولنې په غوښتنه کاربندېز شوی دی او د ټول ښار سوداګریز مرکزونه تړل شوي دي.
د بلوچستان په کلا سیف الله کی ولسوالۍ کې بېګا شپه یوځل بیا د وسله والو په یوه برید کې د لېويز دوه لېویزوال وژ ل شوي او یو ټپي شوی دی.
د بلوچستان په کلا سیف الله ولسوالۍ کې د یکشنبې په شپه په یوه وسله وال هدفي برید د لېويز رسالدار محمد افضل کاکړ وژل شوی چې په غبرګون یې کې په سلګونه ولس په احتجاج راوتی دی.
له کوټې نږدې ۵۷ کلومیټره لیرې شمال پلو په پښین ښارګوټې کې پر لېویز ځواک له یوې بمي چاودنې درې تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
د بلوچستان سکرو کانونو ټېکه دارانو د پنجاب حکومت هغه پرېکړه غندلې چې په خپله صوبه کې یې تر درېوو میاشتو د خښتو بټیانې تړلې دي.
د پاکستان ښځينه فعالينو د بلوچستان های کورټ د مشرې په توګه د سيدې طاهرې صفدر ټاکنه ستايلې ده او وايي، دا لوموړی ځل دی چې يوې ښځې ته د فيصلې واک او اختيار ورکول کېږي.
د بلوچستان عوامي پارټۍ مشر جام کمال خان د اګست پر ۱۸مه د صوبې نوی وزيراعلی منتخب شوی دی.
په بلوچستان کې واکمن اتحاد د اسمبلۍ د سپیکر مرستیال یو داسې کس منتخب کړی دی چې نه یوازې په لومړي ځل اسمبلۍ ته رسېدلی بلکې عمر یې هم یوازې ۲۸ کاله دی.
د بلوچستان په سنځدۍ کې د سکرو په یوه کان کې د میتېن ګېس له چاودنې په وژل شويو ۱۸ کانکیندونکیو کې تر اوسه د ۱۶ تنو مړي را-اېستل شوي او د دوو نور هغو د را-اېستلو چارې دوام لري.
د بلوچستان په بلوڅ مېشته سیمه چاغي کې د اګست پر ۱۱مه غرمه مهال یوې چاودنې لږ تر لږه شپږ تنه ټپي کړي دي.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د متحده اپوزیشن ګوندونو په دغه ښار کې د الېکشن کمېشن ترمخ په خپله احتجاجي غونډه کې غوښتنه وکړه چې د ټاکنو کمېشن ناکامه شوی دی او زر تر زره دې استعفا ورکړي او په پاکستان کې یې د رڼو ټاکنو او منصافانه ټاکنو مطالبه تکرار کړه.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته