د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر ولسي غونډې ته په خپله وینا کې وویل د پاکستان د بچاوېدو او د سوکالۍ لار له افغانستان سره دوستي او ښه اړیکي دي همدا به د داوړو هېوادونو د ولس په ګټه تمامېږي.
وزیراعظم ناصر الملک نواب اسلم رییساني ته ډاډ ورکړ چې د مستونګ برید پلټنې به کوي. په عین وخت کې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان او د مسلم لیګ (ن) مشر شهباز شریف هم کوټې ته ورغلي
د مستونګ ځانمرګی برید پر داسې مهال شوی چې د جولای له ۱۰مې راهیسې په پاکستان کې پر انتخاباتي غونډو او دفترونو بریدونه شوي دي.
د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د بلوچستان عوامي پارټۍ د یوه کانديد سراج ریيساني پر انتخاباتي غونډه ځانمرګي بريد کې د نوموړي په ګډون ۱۳۰ تنه وژل شوي او تر ۱۲۰ زيات ژوبل دي دي.
پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې د صوبې له خاران سيمې څخه د نيمه پوځي ځواک قافله له ايران سره نږدې سرحدي سيمې مشکی پر لور روانه وه چې له پنجګور سره نږدې په غرييزه سيمه کې په ډزو او راکټونو سره بريد ورباندې وشو.
د پاکستان د نورو برخو په څېر په بلوچستان کې هم سیاسي ګوندونو د راتلونکو عامو ټاکنو لپاره هلې ځلې پیل کړې دي.
د افغانستان پولې ته څېرمه د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې نن دوشنبه په سلګونو کسانو د کوژک په غړۍې کې د کوټې چمن لوی سړک د هر ډول ګاډو پر مخ تړلی وو او غوښتنه یې کوله چې سرکار دې له دوی سره د معاوضې ورکولو کړې ژمنې پوره کړي.
له کوټې ۲۵ کلومیټره لیرې سهېل پلو ته د دشت په تیرا میل سیمه کې بېګا شپه پاکستانیو امنیتي سرتېرو د خپلو پټو مالوماتو پر بنیاد د مشکوکو وسله والو پر یوه کور په چاپه کې د یوې مېرمنې په ګډون څلور تنه وژلي دي.
د بلوچستان په مرکز کوټه کي د ناڅرګند وسله والو په ډزو کې درې لویز عسکر وژل شوي دي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په بلوچستان کې د صوبايي اسمبلۍ پر نویو حلقه بندیو نیوکې کړې دي.
ضامن خان کاکړ د جون پر شپږمه، په خپل موټر کې د کور لوري ته روان وو چېله خانوزي کراس سره نېږدې وتښتول شو. د نوموړي مړی د شپې مهال په یوه کنده کې پروت وو.
د پوليسو په ډزو کې دوه بريدګر وژل شوي او يو په زخمي حالت کې په تېښته کې بریالی شوی دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته