پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې د صوبې له خاران سيمې څخه د نيمه پوځي ځواک قافله له ايران سره نږدې سرحدي سيمې مشکی پر لور روانه وه چې له پنجګور سره نږدې په غرييزه سيمه کې په ډزو او راکټونو سره بريد ورباندې وشو.
د پاکستان د نورو برخو په څېر په بلوچستان کې هم سیاسي ګوندونو د راتلونکو عامو ټاکنو لپاره هلې ځلې پیل کړې دي.
د افغانستان پولې ته څېرمه د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې نن دوشنبه په سلګونو کسانو د کوژک په غړۍې کې د کوټې چمن لوی سړک د هر ډول ګاډو پر مخ تړلی وو او غوښتنه یې کوله چې سرکار دې له دوی سره د معاوضې ورکولو کړې ژمنې پوره کړي.
له کوټې ۲۵ کلومیټره لیرې سهېل پلو ته د دشت په تیرا میل سیمه کې بېګا شپه پاکستانیو امنیتي سرتېرو د خپلو پټو مالوماتو پر بنیاد د مشکوکو وسله والو پر یوه کور په چاپه کې د یوې مېرمنې په ګډون څلور تنه وژلي دي.
د بلوچستان په مرکز کوټه کي د ناڅرګند وسله والو په ډزو کې درې لویز عسکر وژل شوي دي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په بلوچستان کې د صوبايي اسمبلۍ پر نویو حلقه بندیو نیوکې کړې دي.
ضامن خان کاکړ د جون پر شپږمه، په خپل موټر کې د کور لوري ته روان وو چېله خانوزي کراس سره نېږدې وتښتول شو. د نوموړي مړی د شپې مهال په یوه کنده کې پروت وو.
د پوليسو په ډزو کې دوه بريدګر وژل شوي او يو په زخمي حالت کې په تېښته کې بریالی شوی دی.
د بلوچستان وزيراعلی او اپوزيشن مشر به د دوشنبې پر ورځ د صوبې د نګران وزيراعلی پر نوم د سلا کېدو لپاره ملاقات کوي.
تر برید وروسته ګڼ سرتېري د پېښې ځای ته ورسېدل او نښته پیل شوه چې له کبله یې د نوي کلي او چمن هاوسېنګ تر منځ سیمه تر یو ساعت پورې کلا بنده وه.
پر چيف جسټس ثاقب نثار او جسټس اعجازالاحسن مشتمل د پاکستان سپريم کورټ دوه کسيزه جرګه ګۍ د شيعه هزاروو هدفي وژنو لړ کې د ازخود نوټس مقدمې اورېدنه له هغه وروسته وکړه چې کله تېره مياشت يو ځل بيا په کوټه کې ځينې هزاره وګړي په نښه شول.
د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه وايي، د پاکستان او افغانستان پر پوله د باړ غڅول به د ترهګرو مخه ونیسي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته