د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په بلوچستان کې د صوبايي اسمبلۍ پر نویو حلقه بندیو نیوکې کړې دي.
ضامن خان کاکړ د جون پر شپږمه، په خپل موټر کې د کور لوري ته روان وو چېله خانوزي کراس سره نېږدې وتښتول شو. د نوموړي مړی د شپې مهال په یوه کنده کې پروت وو.
د پوليسو په ډزو کې دوه بريدګر وژل شوي او يو په زخمي حالت کې په تېښته کې بریالی شوی دی.
د بلوچستان وزيراعلی او اپوزيشن مشر به د دوشنبې پر ورځ د صوبې د نګران وزيراعلی پر نوم د سلا کېدو لپاره ملاقات کوي.
تر برید وروسته ګڼ سرتېري د پېښې ځای ته ورسېدل او نښته پیل شوه چې له کبله یې د نوي کلي او چمن هاوسېنګ تر منځ سیمه تر یو ساعت پورې کلا بنده وه.
پر چيف جسټس ثاقب نثار او جسټس اعجازالاحسن مشتمل د پاکستان سپريم کورټ دوه کسيزه جرګه ګۍ د شيعه هزاروو هدفي وژنو لړ کې د ازخود نوټس مقدمې اورېدنه له هغه وروسته وکړه چې کله تېره مياشت يو ځل بيا په کوټه کې ځينې هزاره وګړي په نښه شول.
د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه وايي، د پاکستان او افغانستان پر پوله د باړ غڅول به د ترهګرو مخه ونیسي.
لومړی پېښه د مارګټ او دويمه د مارواړ په سيمه کې شوې ده چې پکې نهه کارکوونکي ژوبل شوي هم دي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ سیاستوال محمد جان لالا (مندوخېل) د جمعې په ورځ د کوټې په یو روغتون کې ساه ورکړې ده.
مشتاق احمد زیاته کړه چې وژل شوو کسانو له حکومت څخه د کار اجازت نامه نه وه اخیستې او ځکه یې د ساتنې لپاره پولیس نه وو ګمارل شوي.
د بلوچستان د نېشنل ګوند مشر او د پاکستان د بندرونو مرکزي وزیر میر حاصل بزنجو ویلي، داسې هېڅ وجه نه ویني چې له کبله یې پارلېماني انتخابات پر خپل وخت ونشي.
په کوټه کې شيعه هزاره وو خپلې څلور ورځنۍ مظاهرې د پاکستاني پوځ د مشر سره تر ملاقات او د هدفي وژنو د مخنيوي تر وعدې اخيستو وروسته ختمې کړي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته