لومړی پېښه د مارګټ او دويمه د مارواړ په سيمه کې شوې ده چې پکې نهه کارکوونکي ژوبل شوي هم دي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ سیاستوال محمد جان لالا (مندوخېل) د جمعې په ورځ د کوټې په یو روغتون کې ساه ورکړې ده.
مشتاق احمد زیاته کړه چې وژل شوو کسانو له حکومت څخه د کار اجازت نامه نه وه اخیستې او ځکه یې د ساتنې لپاره پولیس نه وو ګمارل شوي.
د بلوچستان د نېشنل ګوند مشر او د پاکستان د بندرونو مرکزي وزیر میر حاصل بزنجو ویلي، داسې هېڅ وجه نه ویني چې له کبله یې پارلېماني انتخابات پر خپل وخت ونشي.
په کوټه کې شيعه هزاره وو خپلې څلور ورځنۍ مظاهرې د پاکستاني پوځ د مشر سره تر ملاقات او د هدفي وژنو د مخنيوي تر وعدې اخيستو وروسته ختمې کړي.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د هزاره ټولنې د وګړو د هدفي وژنو پرضد احتجاج دوام لري. په دوي کې یوې فعالې جلیله جېدر د نه خوړلو هړتال کړی دی.
په کوټه کې پر مظاهره ناست اهل تشيع هزاره وګړو ته د شپې د پاکستان کورنيوو چارو وفاقي وزير، احسن اقبال ورغلی وو. هغه کوښښ وکړ چې مظاهره ختمه شي خو دوی ورته وويل تر هغې پورې کورونو ته نه ځي تر څو چې ورته پوځ د امنيت ډاډ نه وي ورکړی.
پرون په کوټه کې د هزاره وو مظاهرې ته څو وزیران ورغلي وو او احتجاج کوونکي یې د مظاهرو ختمولو لپاره د راضي کولو سلا کول خو بريالي نه شول. بلخوا پوليسو وايي د ايف سي ځواکونو سره په شريکه يو امنيتي پلان کار کوي.
شيعه مظاهره چيانو د یکشنبې په مازيګر د ګوټې پر علمدار سرک احتجاجي غونډه وکړه او پکې يې د پاکستان له رياسته وغوښتل چې نور په ياد ښار کې د شيعه مسلکه کسانو وژنې ودروي.
د هزاره اېکشن کمېټۍ په نوم د یوې ټولنې مشر لیاقت علي هزاره وویل، دا پرلت اصلاً ښځو وهلی دی چې پکې دوی ورسره ملګري دي او د غوښتنو تر پوره کېدو یې د نه خوړلو هوډ کړی دی.
د بلوچستان صوبې د کوټې ښار پر جمال الدین افغاني سړک نامعلومو وسله والو د شنبې په ورځ دوه تنه په ډزو وژلي دي.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د نهې پر ورځ په درېو پرله پسې چاودنو کې شپږ پولیس سرتېري وژل شوي او پنځلس تنه ژوبل دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته