په کوټه کې شيعه هزاره وو خپلې څلور ورځنۍ مظاهرې د پاکستاني پوځ د مشر سره تر ملاقات او د هدفي وژنو د مخنيوي تر وعدې اخيستو وروسته ختمې کړي.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د هزاره ټولنې د وګړو د هدفي وژنو پرضد احتجاج دوام لري. په دوي کې یوې فعالې جلیله جېدر د نه خوړلو هړتال کړی دی.
په کوټه کې پر مظاهره ناست اهل تشيع هزاره وګړو ته د شپې د پاکستان کورنيوو چارو وفاقي وزير، احسن اقبال ورغلی وو. هغه کوښښ وکړ چې مظاهره ختمه شي خو دوی ورته وويل تر هغې پورې کورونو ته نه ځي تر څو چې ورته پوځ د امنيت ډاډ نه وي ورکړی.
پرون په کوټه کې د هزاره وو مظاهرې ته څو وزیران ورغلي وو او احتجاج کوونکي یې د مظاهرو ختمولو لپاره د راضي کولو سلا کول خو بريالي نه شول. بلخوا پوليسو وايي د ايف سي ځواکونو سره په شريکه يو امنيتي پلان کار کوي.
شيعه مظاهره چيانو د یکشنبې په مازيګر د ګوټې پر علمدار سرک احتجاجي غونډه وکړه او پکې يې د پاکستان له رياسته وغوښتل چې نور په ياد ښار کې د شيعه مسلکه کسانو وژنې ودروي.
د هزاره اېکشن کمېټۍ په نوم د یوې ټولنې مشر لیاقت علي هزاره وویل، دا پرلت اصلاً ښځو وهلی دی چې پکې دوی ورسره ملګري دي او د غوښتنو تر پوره کېدو یې د نه خوړلو هوډ کړی دی.
د بلوچستان صوبې د کوټې ښار پر جمال الدین افغاني سړک نامعلومو وسله والو د شنبې په ورځ دوه تنه په ډزو وژلي دي.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د نهې پر ورځ په درېو پرله پسې چاودنو کې شپږ پولیس سرتېري وژل شوي او پنځلس تنه ژوبل دي.
په بلوچستان کې شییعه مذهبي او سیاسي ډلو د شنبې په ورځ په کوټه کې په یوه هدفي برید کې د دوو هزاره ګانو د وژنې او د یوه د ژوبلېدو پېښه په کلکله غندلې.
د کوټې د پوليسو مرستيال مشر عبدالرزاق چيمه ويلي چې د اتوار مازيګر پر سبزل روډ پر موټر ساييکل سپاره وسله والو پر عيسويانو ډزې وکړې.
دوی نن د جمعې له ورځې د کوټي په ګډون د صوبې په ټولو سرکاري روغتونو کې د او پي ډي څانګې ته تالې لګولې دي، او د کوټې په سیول هسپتال کې ډاکټرانو په احتجاجي ناسته لاس پورې کړی دی.
د کوټې په علمدار سړک د هزاره ګانو پرلت نن په شپږمه ورځ هم روان دی. دوی له حکومته غوښتي چې د دوی هدفي وژنه دې بنده کړل شي او زمه وارو کسانو ته دې سخته سزا ورکړل شي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته