د کوټې د پوليسو مرستيال مشر عبدالرزاق چيمه ويلي چې د اتوار مازيګر پر سبزل روډ پر موټر ساييکل سپاره وسله والو پر عيسويانو ډزې وکړې.
دوی نن د جمعې له ورځې د کوټي په ګډون د صوبې په ټولو سرکاري روغتونو کې د او پي ډي څانګې ته تالې لګولې دي، او د کوټې په سیول هسپتال کې ډاکټرانو په احتجاجي ناسته لاس پورې کړی دی.
د کوټې په علمدار سړک د هزاره ګانو پرلت نن په شپږمه ورځ هم روان دی. دوی له حکومته غوښتي چې د دوی هدفي وژنه دې بنده کړل شي او زمه وارو کسانو ته دې سخته سزا ورکړل شي.
د بلوچستان د ډاکټرانو اتحادیې حکومت ته دړکه ورکړې چې که د دوی غوښتنې ونه منل شي نو به دوی په ټوله صوبه کې پر کاربندیز لاس پورې کړي.
د بلوچستان پولیسوايي چې د دوشنبې په ورځ د صوبې په مرکزي ښار کوټه کې څلور عیسويان په یوه برید کې وژل شوي چې ذمه واري یې اسلامي دولت وسله والې ډلې منلې ده.
د بلوچستان اسمبلۍ يو شمېر غړو او مخورو سياستوالو په دې صوبه کې د يوه نوي سياسي ګوند جوړولو اعلان کړی دی. دم ګړی د بلوچستان عوامي پارټۍ په نوم دې ګوند کې د صوبې پېژندل شوي سياسي او قبايلي مشران او د اسمبلۍ څه باندې ۲۰ غړي شامل دي.
د بلوچستان په پښتني سیمه کلا سیف الله کې یوې زورورې بمي چاودنې لږ تر لږه پنځه کسان وژلي دي. پوليس چارواکي وايي چې پېښه د پنجشنبې په ماخوستن د مولوي حبيب الله په کور کې شوې.
د بلوچستان وکیلانو د پښتون ژغورنې غوځنګ پر غړو د پولیسو له خوا د رپوټ درجولو پرضد نن په ټوله صوبه کې له عدالتونو بایکاټ اعلان کړی دی.
په بلوچستان کې د ځوان ډاکټرانو سازمان په سرکاري روغتونونو کې د ناروغاتو له کتلو انکار کړی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر محسن داوړ نن مشال راډيو ته وويل چې د دا ډول اقداماتو هدف دوی له نورو ولسي غونډو راګرځول دي.
په دې پرېکړه لیکونو کې د ماواری عدالت وژنو درول، د نقیب مسود په وژنه کې د ککړ افسر راو انوار نیول، د پښتنو په ټولو سیمو کې د امنیتي پوستو ختمول، د پښتنو د ځان او مال ساتنه،
جلسې ته ګڼ خلک او د سازمانونو استازي او مشران ورغلي دي. د بلوچستان د وکیلانو اتحادیې، د هزاره ډېموکریټېک پارټۍ غړي او مشران، د بلوچستان له بېلا بېلو سیمو څخه خلک او د اسلام اباد د قایداعظم او اسلامي پوهنتون زده کوونکي د ډلو په صورت کې نن د جلسې ځای ته رسېدلي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته