د بلوچستان د کوټې په سریاب روډ نن (چارشنبه) سهار وختي د وسله والو په ډزو کې د اېف سي ځواک څلور عسکر وژل شوي دي.
د بلوڅانو ملتپاله ګوند بلوچستان نېشنل پارټۍ (مینګل ډلې) یو مشر ثنا بلوچ وايي، دوی د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو له خېبرپښتونخوا سره د یوځای کېدو مخالفت نه کوي
د لاهور په پنجاب پوهنتون کې د جنورۍ پر ۲۲ مه د اسلامي جميعت طلبه او پښتون بلوڅ کونسل ترمنځ تر شوې نښتې وروسته په لسګونه زدکوونکي نيول شوی وو.
د وژل شوې ماشومې ورورخبريالانو ته ويلي چې خور يې په کور کې يوازې وه او چې کله له بازاره کور ته ستون شو نو هغه مړه پرته وه.
پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ په کراچۍ کې روانې جنورۍ میاشتې په ۱۳مه نېټه د یوه پښتانه ځوان نقیب الله مسود د وژنې پر ضد د یکشنبې په ورځ د کوټې په ګډون په کراچۍ، اسلام اباد، فیصل اباد، بنو، سیوۍ، لورالايي، ژوب او اسلام اباد کې احتجاجي لاریونونه وکړل.
د پاکستان مسلم ليګ ق اميدوار عبدالقدوس بزنجو د بلوچستان نوی وزيراعلا منتخب شوی دی.
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سېنېټر عثمان کاکړ وايي چې د شنبې تر سهاره به په خپلو دوو کې يو غړی د اميدوار په توګه ونوموي.
د بلوچستان صوبې د نوي اعلا وزیر ټاکلو لپاره د صوبايي اسمبلي غونډه د جنورۍ پر ۱۳مه نېټه د شنبې پر ورځ په کوټه کې رابلل شوې ده خو تر اوسه هېڅ یو کس د نوي اعلا وزیر څوکۍ ته خپلځان نه دی نومولی.
په کوټه کې د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ ودانۍ ته نېږدې له جي پي او چوک سره نېږدې چادونه شوې چې پکې د ورستیو مالوتو له مخې څلور پولیس سرتېری او د ولسي وګړي وژل شوي او اوولس تنه نور چې په هغوی کې هم ډېری پولیس سرتېري دي ژوبل دي.
د بلوچستان اعلا وزیر ثناالله زهري له استعفا سره د هغه څوکۍ اوس خالي کړل شوه او دا لا نه ده جوته چې څوک به د هغه ځای نیسي.
د پاکستان ناکراره صوبې بلوچستان اعلا وزیر ثناء الله زهري ګورنر محمد خان اځڅکزي ته خپله استعفا ورکړه او هغه ومنله.
په بلوچستان اسمبلۍ کې د ځینو حکومتي او مخالفو غړیو له لوري درې ورځې مخکې پر صوبايي اعلا وزیر نواب ثناء الله زهري د باور نه کولو تحریک (تحریک عدم اعتماد) راوړلو پس په مرکزي ښار کوټه کې سیاسي هلې ځلې زیاتې شوې دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته