د بلوچستان د روغتیا صوبايي وزیر نصیب الله مري وویل چي په ټوله صوبه کې په ماشومانو کې د خوراک د کمي پوره کولو لپاره په بېړنۍ توګه کارپېل شوی دی.
د بلوچستان اسمبلۍ غوښتنه کړې چې د چين پاکستان اقصادي راهداري پروژې په اړه دې یو قومي کمېشن جوړ شي چې د صوبو حق په ډاګه کړي.
حکومت پرېکړه کړې چې سمدستي به ۵۰ کروړه روپۍ د اغېزمنو سیمو انتظامي مشرانو ته ورکړي چې له ځپل شویو سره مرسته وکړي.
د بلوچستان ډاکټرانو د دسمبر پر ۱۸مه د کوټې په ګډون د صوبې د زياتره لویو ښارونو په روغتونونو کې ډاکټرانو کاربنديز کړی دی.
د بلوچستان حکومت وايي د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ - سي پېک - په اړه د رابطه کارۍ د ګډې کمېټۍ په اتمه غونډه کې به له وفاقي حکومت او چین نه غوښتنه کوي چې په دې صوبه کې دې د یادې راهدارۍ منصوبې مکملې کړي.
سردار اعظم موساخېل په ۲۰۱۵م کال کې د سېنېټ غړی ټاکل شوی و. تر دې وړاندې نوموړی د ۲۰۰۲م کال په عامو ټاکنو کې د لورالايي موساخېل پر صوبايي څوکۍ د بلوچستان اسمبلۍ ته منتخب شوی و.
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو دفتر لخوا په بيان کې ويل شوي چې تر پېښې وروسته د امنیتي سرتیرو د ډزو په نتیجه کې څلور وسله وال هم وژل شوي دي.
په بلوچستان کې که څه هم له تېرو پنځو شپږو کلونو راهیسې د سړي تښتولو لړۍ تر ډېره تم کړل شوې وه خو د اوسنۍ پېښې په اړه نه شي ویل کېدلای چې دا به د هغه پخوانۍ سلسلې نوې پیلامه وه که یوه ځانګړې هغه به وي.
د بلوچستان حکومت وايي ، داسې قانوني ګامونه پورته کوي چې له مخې یې په صوبه کې د تعلیم خراب حالت وده وکړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون ته د بلوچستان حکومت دغې صوبې ته د داخیلېدو اجازه نه ده ورکړې او هغه یې د کوټې له هوایي ډګره کراچۍ ته ستون کړی دی.
په بلوچستان کې په دوه جلاجلا ټرافيکي پېښو کې اته کسان وژل شوي دي او ۱۵نور ژوبل دي.
د بلوچستان نېشنل پارټۍ او د لادرکه بلوڅانو د موندلو لپاره فعاله تنظيم وايي چې شاوخوا ۲۰۰ لادرکه کسان کورونو ته ستانه شوي خو پردې مهال ۶۰۰ نور کسان لادرکه کړل شوي هم دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته