د بلوچستان حکومت وايي ، داسې قانوني ګامونه پورته کوي چې له مخې یې په صوبه کې د تعلیم خراب حالت وده وکړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون ته د بلوچستان حکومت دغې صوبې ته د داخیلېدو اجازه نه ده ورکړې او هغه یې د کوټې له هوایي ډګره کراچۍ ته ستون کړی دی.
په بلوچستان کې په دوه جلاجلا ټرافيکي پېښو کې اته کسان وژل شوي دي او ۱۵نور ژوبل دي.
د بلوچستان نېشنل پارټۍ او د لادرکه بلوڅانو د موندلو لپاره فعاله تنظيم وايي چې شاوخوا ۲۰۰ لادرکه کسان کورونو ته ستانه شوي خو پردې مهال ۶۰۰ نور کسان لادرکه کړل شوي هم دي.
اڅکزي د ترهګرۍ پر ضد په جګړه او ناامنیو کې پښتانه تر ټولو زیات ځپل شوي دي. نوموړي د بلوچستان په چمن، کلا سیف الله او پښین کې د ناامنیو وروستۍ پېښې وغندلې
کاکړ وايي، که حکومت ۵۰۰ اربه روپۍ د بلوچستان د چاپېریال د خوندي کولو او د اوبو زېرمو جوړولو لپاره ولګوي، نو صوبه به له قحطۍ وژغورل شي.
اختر مېنګل مشال راډیو ته په ځانګړې مرکه کې ويلي چې حکومت ځينې اقدامات د معاهدې برعکس کړي دي.
د بلوچستان يو صوبايي وزير وايي، د صوبې د وزيراعلی او د اسمبلۍ د سپيکر ترمنځ اختلافات نږدې پای ته رسېدلي او ښيي دواړه ډېر زر په دې اړه يوه ګډه خبري غونډه وکړې.
تر جنازې وروسته له مشال راډيو سره د خبرو پر وخت د حاجي نياز محمد ورور جبيب الرحمان وويل چې نه مرکزي حکومت او نه هم د سيند صوبايي حکومت له دوی سره هيڅ ډول مرسته نه ده کړې او نه يې هم دوی ته د مړيو انتقالولو لپاره ايمبولنس ورکړي.
د بلوچستان پښتون مېشتې سیمې په چمن ښارګوټي کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په غوښتنه نن په بشپړه توګه هړتال او کاربندیزدی. ټوله دکانونه اوکارباري مرکزونه بند دي او پر سړکانو ګاډي هم لږ ترسترګو کېږي.
د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې په یوه جوماتکې د ماښاملمانځه مهال له یوې بمي چاودنې د ملا امام په ګډون۱۲ تنه ټپیان شوي دي.
د نومبر په ۱۹مه په کوټه کې په زرګونو خلکو د پاکستان له رياسته وغوښتل چې غېب کړل شوي کسان دې تر موندلو وروسته عدالت ته حاضر کړي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته