د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې په یوه جوماتکې د ماښاملمانځه مهال له یوې بمي چاودنې د ملا امام په ګډون۱۲ تنه ټپیان شوي دي.
د نومبر په ۱۹مه په کوټه کې په زرګونو خلکو د پاکستان له رياسته وغوښتل چې غېب کړل شوي کسان دې تر موندلو وروسته عدالت ته حاضر کړي.
د کوټې د پولیسو مشرعبدالرزاق چیمه وايي، د پولیسو د یو ځايي مشر د قاتلینو د نیولو هڅې پیل کړي خو تر اوسه یې څوک نه دی نیولي. دغه وژل شوی پولیس افیسر ډي ای جي نعیم کاکړ وو چې د نومبر د ۱۷مې په ماښام په کوټه ښار کې د نامعلومو کسانو لخوا پر ډزو ووژل شو.
د بلوچستان په ګوادر کې نامالومو وسله والو پنځه تنه کاریګر په ډزو وژلي دي. دا پېښه د چارشنبې مازیګر له ګوادره ۶۰ کلومیټره لیرې د پشګان او ګنځ په منځنۍ سیمه کې شوې ده.
د بلوچستان حکومت يوه کمېټۍ جوړه کړې ده چې د سرو زرو او مسو د سېندک پروژې په اړه د صوبې اندېښنې ورسره بحث کړي. په دې ۱۱ کسيزه کمېټۍ کې پینځه صوبايي وزيران او شپږ د اپوزيشن غړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ایران او پاکستان په سرحدي سیمه کې د وسلهوالو لهخوا د ایران د امنیتي سرتېرو د تښتوونې ...
د چمن او سپين بولدک ترمنځ تړل شوې لاره نن پرانيستل شوه. د پاکستان او افغانستان تر منځ دغه پوله د تېرو درو ورځو راهيسې بنده وه.
د پښتون تحفظ مومنټ مشر منظور پښتین وايي د تیرې څه مودې راهیسې یې عوامي جلسې کمې کړي او تنظیم سازۍ ته یې زیاته توجو ورکړې ده.
بلوچستان والي: چین دې په ګوادر او کوټه کې سفارتونه خلاص کړي
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر پر ملگرو ملتونو غږ وکړ چې د افغانستان پر پولو دې نړیوال پوځ وګوماري چې په دغه هېواد کې د ګاونډیانو د لاسوهنې مخنیوی وکړي.
د پاکستان وفاقي حکومت د بلوچستان های کورټ پخوانی چیف جسټس امان الله یاسینزی د صوبې نو ی والي (ګورنر) وټاکلی.
د سېپټمبر پر ۲۲مه، د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ کې د یو قرارداد له لارې غوښتنه وشوه چې حکومت دې په کلا سیف الله او پشین کې پر لېویز سرتېرو برید کونکي زر تر زره ونیسي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته