د بلوچستان په پنجګور ولسوالۍ کې د ناڅرګندو وسله والو کسانو په یوه برید کې د پاکستان پوځ د یوه کرنل په ګډون درې سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
بلوچستان های کورټ د بلوڅ قبایلي مشرنواب اکبرخان بګټي د وژنې په تور د پاکستان پخوانی پوځي صدر جنرال پروېز مشرف پرضد درخواست رد کړی او هغه یې په دغه مقدمه کې بري کړی دی.
د یکشنبې یا اتوار پر ورځ په کوټه کې د انځورونو او هنري ټوټو نندارتون پیل شوی دی چې تر سې شنبې یا نهې ورځې به روان وي. په دې نندارتون کې انځورګرانو خپلې هنري نمونې ایښې دي چې ورته خلک ورروان دي. پر دې موضوع ویډیويي رپورټ وګورئ.
د اسمبلۍ غونډې پر مهال د جمعیت علما ء اسلام سر ه تړاول رونکي د اسمبلۍغړي سردار عبدالرحمان کېتران زیاته کړه له ده سره هم څلور کاله وړاندې له ده سره هم داسې تېری او ظلم شوی وو څنګه چې له مجید خان اڅکزي سره شوی دی.
د کراچۍ يو انځور ګر د هغو ۵۶ وکيلانو انځورونه په لاس جوړ کړي چې پروسږ کال د اګست په اتمه نېټه په کوټه کې په ځانمرګي بريد و وژل شو.
شرجيل بلوڅ وايي، د نورو حملو په پرتله د اتم اګست ۲۰۱۶ م کال حملې سخت و لړزولی دا ځکه چې دده په وينا دا يوازي د بلوچستان پر وګړيو نه بلکې پر ذهن يې حمله وه.
ای ایف پي خبري اژانس د خبر ترمخه د پېښې ذمه واري بلوڅ بیلتونپالې وسله والې ډلې(بلوچ لبرېشن ارمي) منلې ده.
د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې د یکشنبې شپې چاودنې ۱۵ کسان وژلي او له دېرشو زیات یې ژوبل کړي دي. د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي وايي چې په وژلو شویو کې اته پوځیان هم شامل دي.
نن د اګست اتمه نېټه ده. يو کال وړاندې هم په نن ورځ د کوټې په سول هسپتال کې پر وکيلانو يا قانون پوهانو ځانمرګۍ بريد شوی وو چې پکې ۷۳ کسان ووژل شو. وژل شوي زياتره وکيلان وو.
د ۲۰۱۶م کال په اتم اګست د کوټې سیویل هسپتال کې په یوه ځانمرګي برید کې د وژل شویو وکیلانو، خبریالانو او عادي وګړیو لومړی تلین په ویر او درناوي سره لمانځل کېږي.
د بلوچستان په سرښار کوټه کې وکيلانو د ۲۰۱۶م کال د اتم اګست پېښې په ياد کې کاربنديز اعلان کړی. تېر کال په ياده ورځ په ځانمرګي بريد کې تر اويا پورې کسان وژل شوي وو چې ډېری يې وکيلان ول.
د بلوچستا ن په څلورو ضلعو کې له نن (جولايي ۲۴) څخه د پوليو ضد درې ورځنی کمپاين پېل شو. چارواکي وايي دې کمپاين کې به اتو لکو ماشومانو ته د ګوزڼ ناروغۍ مخنيوي لپاره ويکسين کيږي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته