د کراچۍ يو انځور ګر د هغو ۵۶ وکيلانو انځورونه په لاس جوړ کړي چې پروسږ کال د اګست په اتمه نېټه په کوټه کې په ځانمرګي بريد و وژل شو.
شرجيل بلوڅ وايي، د نورو حملو په پرتله د اتم اګست ۲۰۱۶ م کال حملې سخت و لړزولی دا ځکه چې دده په وينا دا يوازي د بلوچستان پر وګړيو نه بلکې پر ذهن يې حمله وه.
ای ایف پي خبري اژانس د خبر ترمخه د پېښې ذمه واري بلوڅ بیلتونپالې وسله والې ډلې(بلوچ لبرېشن ارمي) منلې ده.
د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې د یکشنبې شپې چاودنې ۱۵ کسان وژلي او له دېرشو زیات یې ژوبل کړي دي. د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي وايي چې په وژلو شویو کې اته پوځیان هم شامل دي.
نن د اګست اتمه نېټه ده. يو کال وړاندې هم په نن ورځ د کوټې په سول هسپتال کې پر وکيلانو يا قانون پوهانو ځانمرګۍ بريد شوی وو چې پکې ۷۳ کسان ووژل شو. وژل شوي زياتره وکيلان وو.
د ۲۰۱۶م کال په اتم اګست د کوټې سیویل هسپتال کې په یوه ځانمرګي برید کې د وژل شویو وکیلانو، خبریالانو او عادي وګړیو لومړی تلین په ویر او درناوي سره لمانځل کېږي.
د بلوچستان په سرښار کوټه کې وکيلانو د ۲۰۱۶م کال د اتم اګست پېښې په ياد کې کاربنديز اعلان کړی. تېر کال په ياده ورځ په ځانمرګي بريد کې تر اويا پورې کسان وژل شوي وو چې ډېری يې وکيلان ول.
د بلوچستا ن په څلورو ضلعو کې له نن (جولايي ۲۴) څخه د پوليو ضد درې ورځنی کمپاين پېل شو. چارواکي وايي دې کمپاين کې به اتو لکو ماشومانو ته د ګوزڼ ناروغۍ مخنيوي لپاره ويکسين کيږي.
د بلوچستان امنیتي چارواکي وايي، د چارشنبې پر سهار وختي د مستونګ سره نږدې نامالومو وسله والو پر یو شخصي موټر ډزې کړي چې پکې پنځه کسان و وژل شو.
د بلوچستان وزیراعلی نواب ثناء الله زهري او د بلوچستان په حکومت کې د شریکوګوندونو پارلماني مشرانو ویلي چې دوي د د اپوزېشن او وزیراعظم نوار شریف ترمنځ په روانه مسله کې له وزیراعظم نواز شریف سره ولاړ دي.
دبلوچستان په سرښار کوټه کې وسله والو د پولیسو مرستیال مشر په ګډون څلور پولیس والا وژلي دي. د چارواکو په وينا د قايد اباد پر ایس، ايس، پي مبارک شاه او ورسره پوليسو سرتېرو نن هغه مهال ډزې وشوې چې دوی په دېبه کلي کې په ګزمه وو.
د کوټې يوه ځايی عدالت د قدرت ورځپاڼې خبريال ظفرالله اڅکزی په ضمانت خوشی کړی دی. نوموړی د جون پر ۲۵ نېټه له خپله کوره وړل شوی وو
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته