نن د اګست اتمه نېټه ده. يو کال وړاندې هم په نن ورځ د کوټې په سول هسپتال کې پر وکيلانو يا قانون پوهانو ځانمرګۍ بريد شوی وو چې پکې ۷۳ کسان ووژل شو. وژل شوي زياتره وکيلان وو.
د ۲۰۱۶م کال په اتم اګست د کوټې سیویل هسپتال کې په یوه ځانمرګي برید کې د وژل شویو وکیلانو، خبریالانو او عادي وګړیو لومړی تلین په ویر او درناوي سره لمانځل کېږي.
د بلوچستان په سرښار کوټه کې وکيلانو د ۲۰۱۶م کال د اتم اګست پېښې په ياد کې کاربنديز اعلان کړی. تېر کال په ياده ورځ په ځانمرګي بريد کې تر اويا پورې کسان وژل شوي وو چې ډېری يې وکيلان ول.
د بلوچستا ن په څلورو ضلعو کې له نن (جولايي ۲۴) څخه د پوليو ضد درې ورځنی کمپاين پېل شو. چارواکي وايي دې کمپاين کې به اتو لکو ماشومانو ته د ګوزڼ ناروغۍ مخنيوي لپاره ويکسين کيږي.
د بلوچستان امنیتي چارواکي وايي، د چارشنبې پر سهار وختي د مستونګ سره نږدې نامالومو وسله والو پر یو شخصي موټر ډزې کړي چې پکې پنځه کسان و وژل شو.
د بلوچستان وزیراعلی نواب ثناء الله زهري او د بلوچستان په حکومت کې د شریکوګوندونو پارلماني مشرانو ویلي چې دوي د د اپوزېشن او وزیراعظم نوار شریف ترمنځ په روانه مسله کې له وزیراعظم نواز شریف سره ولاړ دي.
دبلوچستان په سرښار کوټه کې وسله والو د پولیسو مرستیال مشر په ګډون څلور پولیس والا وژلي دي. د چارواکو په وينا د قايد اباد پر ایس، ايس، پي مبارک شاه او ورسره پوليسو سرتېرو نن هغه مهال ډزې وشوې چې دوی په دېبه کلي کې په ګزمه وو.
د کوټې يوه ځايی عدالت د قدرت ورځپاڼې خبريال ظفرالله اڅکزی په ضمانت خوشی کړی دی. نوموړی د جون پر ۲۵ نېټه له خپله کوره وړل شوی وو
په کوټه کې د پاکستانیو امنیتي سرتېرو له خوا د انټرنېټي جرم [سایبر کرایم] په تور یو نیول شوی ځايي خبریال ظفر الله خان اڅکزی و فدرالي پلټنې ادارې (اېف ای اې ) ته د شپږ نورو ورځو پلټنو لپاره سپارل شوی دی.
په بلوچستان اسمبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړی او د پبلک اکاونټ کمیټي چیېرمېن عبدالمجید خان اڅکزی د چارشنبې په ورځ په کوټهکې د ترهګرۍ ضد عدالت ته د پولیسو تر سختې څارنې لاندې وړاندې کړل شو.
د خبريال پلار نعمت الله اڅکزی اداعا کوي چې د جون ۲۵ مه نېټې سهار مهال يې پر کور ملېشه ځواکونو چاپه و وهله او ظفرالله خان يې له ځانه سره يو وړ.
د جون پر ۲۳مه د کويټې په جي پي او څلورلارې کې د بلوچستان د صوبايي اسمبلۍ غړي مجيداڅکزی پر ګاډي د وژل شوي ټرېفکي پوليس افسر عطاالله کورنۍ دعوه کړې چې د روغې جوړې په نوم له دوي سره دوکه شوې ده او دوی کله هم د پېښې ملزمان نه بخښي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته