داسې ښکاري چې داعش د پاکستانیو پوځي عملیاتو په غچ کې برمته چینایان وژلي دي.
په بلوچستان کې که یو لوري بې روزګاري زیاته ده نو بل پلو حکومت تر ۲۸ زرو زیات داسې سرکاري پوسټونه موندلي دي چې تنخاګانې پر اخېستل کېږي خو کارمندان یې نه ترسترګو کېږي. صوبايي حکومت پرېکړه کړې چې په دې عمل کې د تورنو کسانو پرضد به ګام اخلي. نور حال له کوټې د مشال راډیو خبریال ایوب ترین په راپور کې
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو څانګې «اى اېس پي آر» په خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې امنيتي ځواکونو يې د مستونګ په ...
د ږوب ښار د مرکزي جومات د خطیب مولوي الله داد له نامه په خپاره شوي دې لیک کې ویل شوي چې افغان طالبان له مالي مشکلاتو سره مخامخ دي او خلک د دې هغوی لپاره پیسې ورکړي.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د ناڅرګند وسله والو کسانو له ډزو د پولیسو یو ډي اېس پي وژ ل شوی او یو سب -انسپېکټر ژوبل شوی دی
د یکشنبې (اتوار) پر ورځ د ځوانو ډاکترانو سازمان غړو په کوټه کې مظاهره کړې. دوی وویل، ډاکتران د پیسو لپاره تښتول کېږي نو دوی دا احتجاج پر حکومت د فشار لپاره کوي چې ورته امنیت ورکړل شي. دوی وايي، که حکومت یې د حفاظت لارې و نه لټوي نو دوی به خپل احتجاج وغځوي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
په بلوچستان کې ډاکټران پر حکومت تور لګوي چې د دوی د حفاظت لپاره يې ځانګړي څه نه دي کړي نو ځکه د دوی تښتوونې دوام لري. له همدې امله پرون کوټه کې د ځوانو ډاکټرانو اتحاديې مظاهره وکړه.
د مکران ډویژن کمشنر بشیربنګلزي مشال راډیو ته وویل چې تر پېښه وروسته امنیتي عسکر هلته تللي او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
د کوټې پښتانه او بلوڅ قبایل مشران وايي، ځېنې حکومتي ادارې یې پر ځمکو قبضې کوي خو په بدل کې دوی ته پیسې نه ورکول کېږي. دوی د دغه سرکاري اقدام غندنه کړې او وايي که سرکار د دوی د ځمکو له قبضې لاس وا نه خیست نو په احتجاج به لاس پورې کړي. له کوټې د ایوب ترین راپور
د کوټې پولیس د هغو دوو چینایانو په راخوشېکولو کې لا هم نه دي بریالي شويچې د چارشنبې ورځ د کوټې ښار له جناح ټاونه تښتول شوي دي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرستيال مشر او د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړي عبدالرحيم مندوخېل تر اوږدې...
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته