د کوټې پولیس د هغو دوو چینایانو په راخوشېکولو کې لا هم نه دي بریالي شويچې د چارشنبې ورځ د کوټې ښار له جناح ټاونه تښتول شوي دي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرستيال مشر او د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړي عبدالرحيم مندوخېل تر اوږدې...
د عبدالرحیم مندوخیل په جنازه کې د قامي مشرانو تر څنګ په زرګونه کسانو ګډون وکړ او د ده مباریزې ته د عقیدت پیرزوینې وړاندې کړې.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرستیال مشر عبدالرحیم مندوخېل زوی ډاکتر بایزید خان وايي، پلار کم په کور وو او زیاتره وخت به په سیاسي فعالیتونو کې له کوره بهر وو. دی وايي، پلار یې یوازې په اخترونو کې کور ته ځان رساوه. عبدالرحیم مندوخېل د شنبې (مې ۲۰) په کوټه کې ومړ. ډاکتر بایزید خان د خپل پلار کیسې کوي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اطلاعاتو مرکزي سېکرټر او پخوانی سېنېټر رضا محمد رضا وايي، له ۱۹۶۸ز کال راهیسې له عبدالرحیم مندوخېله نه دی بېل شوی او ټول عمر یې د هغه په ((سایه)) کې تېر کړی. رضا وايي، مندوخېل ((لوی انسان)) او ((مشر قامي رهبر)) وو. دی د نوموړي د ژوند او سیاست په اړه معلومات ورکوي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرستیال مشر عبدالرحیم مندوخېل ورور، عبدالعزیز مندوخېل وايي، ورور یې ټول عمر یوازې او یوازې د پښتنو د حقونو مبارزه کړې. عبدالرحیم مندوخېل د شنبې (مې ۲۰) په کوټه کې ومړ. عبدالعزیز وايي، مشر ورور یې په هېڅ صورت د تاوتریخوالی پلوی نه وو. عزیز په ویډیو کې د خپل ورور یو کیسې کوي.
تعلیم یې د ژوب په لوی سکول کې حاصل کړي او بیا یې (بې اې) د کوټې له ساینس کالج څخه کړې او وروسته یې له پېښوره (اېل اېل بي) کړې ده. دی وايي چې د پښتنو ټولو دویزه لوبو لکه هېنډه،سخی،کبډي،بډۍ ،بېتي او دغه ډول اتڼونو کې برخه اخیستی دی. دی وايي په ۱۹۵۷ م کال یې په کوټه کې د له ملتپالي سیاستوال خان
د یکشنبې پر ورځ په ږوب کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرستيال مشر، د پښتون قومي او سیاسي غورځنګ مبارز او تاريخ پوه عبدالرحیم خان مندوخېل د جنازې لمونځ وشو او خاورو ته وسپارل شو.
پېښه نن (جمعه) هغه مهال رامنځ ته شوه کله چي دغه مزدوران د کیچ ولسوالۍ په هوشاب سیمه کې دسړک جوړولو په کار بوخت ول.
د لارې خلاصولو غوښتنه د سېشنبې په ورځ د پاکستان سوداګرو اتحاديې په کوټه کې د خبرې غونډې پرمهال وکړه.
د پاکستان جمیعت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل رحمان د یکشنبې په ورځ په ټول ملک کې د هړتال او احتجاج اعلان وکړ.
د ګوادر د ځايي پولیسو په وینا دا پېښه له ګوادر څخه ۲۰ کلو میټره لیرې د پشکان په سیمه کې نن هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې دغه مزدوران د پرمختیا په یوه پروژه کي په کا ر بوخت ول.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته