د جمعيت علماى اسلام ګوند يو مشر سناتور عبدالغفور حيدري نن د کوټې ښار جنوب لور ته په مستونګ...
د بلوچستان په مستونګ کې له عایشه جومات سره یوې چاودنې ۲۵ تنه وژلي او ګڼ ژوبل دي.
د پاکستان سېنېټ مرستیال مشر عبدالغفور حيدري د جعمیت علما اسلام ف ډلې جنرل سېکرېټري دی.
پاکستانيو او افغان چارواکیو پر ډیورنډ کرښه پرتو دوو کليولقمان او کلي جهانګیر کې د نقشو له لارې د پولې معلومولو کار سرته رسولی دی او خپل خپل راپورونه يې اسلام آباد او کابل ته استولي دي.
د چمن او سپین بولدک له دوو لانجمنو کلیو لقمان او جهانګیر پرته په عبدالله کلا او چمن ضلعو کې د سرشمېرنې بهیر بیا پیل شوی دی او په هغه سیمه کې د کرښې (پولې) معلومولو لپاره د پاکستان او افغانستان جیولوژیکي ډلو سروې په دویمه ورځ هم دوام لري.
تر نښتې وروسته پاکستان پوځ د چمن ټرانزیټي لار د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلې چې نن دا دی څلورمه ورځ ده.
پر ډیورنډ کرښه د چمن او سپین بولدک ترمنځ پرتو دوو کلیو لقمان او نظر کې د پاکستانیو او افغان ځواکونو ترمنځ په نښته کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۶۷ تنه ژوبل دي. وروستي راپورونه وايي چې دواړو غاړو خپلو کې ډزبندي کړې.
پر ډیورنډ کرښه د چمن او سپین بولدک ترمنځ په دوو کلیو کې د پاکستانیو او افغان ځواکونو ترمنځ په نښته کې اووه تنه وژل شوي او د څلورو پاکستانیو ملېشه عسکرو په ګډون ۲۱ تنه ژوبل دي.
په بلوچستان کې له تېرې څه باندې یوې لسیزې راهیسې بلوڅ بېلتونپالي د بلوچستان صوبې د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي او غوښتنه یې ده چې د دغه صوبې پر طبعي زېرمو دې د بلوڅ ولس حق تسلیم کړل شي.
د بلوچستان تعلیم سېکرېټري عبدالله جان قرېش د تښتونې پرضد د سرکاري کارمندانو لاریونونه دوام لري او له حکومته د هغه د راخوشېکولو لپاره د کوټلیو ګامونو اخېستلو غوښتنه وکړه. نوموړی په مارچ میاشت له کوټې ښاره ناڅرګندو کسانو تښتولی وو. د مشال راډيو خبریال ایوب ترین راپور
بلوچستان اسمبلۍ غړیو ویلي چې په صوبه کې د برېښنا لوډشېډینګ کې زیاتوالی راغلی دی چې له امله یې د کروندګرو ترڅنګ عادي وګړي هم له ستونځو سره مخامخ کړي دي. په اسمبلۍ کې غوښتنه شوې چې د بجلۍ له چارواکیو څخه دې پوښتنه وشوي چې ولې یې د دوی صوبه له برېښنا بې برخې کړې ده. د مشال راډيو خبریال ایوب ترین راپور
د صوابۍ د مشال خان پر وژنه د کوټې مدني ټولنې هم غږ پورته کړی او د پریس کلب مخې ته یې د یوې مظاهرې په ترڅ کې، په دې پېښه خپګان ښکاره کړی او له حکومته یې غوښتي چې حمله کونکیو ته دې سخته سزا ورکړي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته