بلوچستان اسمبلۍ غړیو ویلي چې په صوبه کې د برېښنا لوډشېډینګ کې زیاتوالی راغلی دی چې له امله یې د کروندګرو ترڅنګ عادي وګړي هم له ستونځو سره مخامخ کړي دي. په اسمبلۍ کې غوښتنه شوې چې د بجلۍ له چارواکیو څخه دې پوښتنه وشوي چې ولې یې د دوی صوبه له برېښنا بې برخې کړې ده. د مشال راډيو خبریال ایوب ترین راپور
د صوابۍ د مشال خان پر وژنه د کوټې مدني ټولنې هم غږ پورته کړی او د پریس کلب مخې ته یې د یوې مظاهرې په ترڅ کې، په دې پېښه خپګان ښکاره کړی او له حکومته یې غوښتي چې حمله کونکیو ته دې سخته سزا ورکړي.
د بلوچستان نیشنل ګوند غوښتنه کړې چې په تعلیمي ادارو کې دې بې له وړتیا لیدو استادان نه ګمارل کېږي. د دې ګوند مشرانو او غړو د چارشنبې (شورو) پر ورځ د کوټې خبریالانو مرکز مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
څو ورځې مخکې د بلوچستان تعلیم وزیر عبدالرحیم زیارتوال د اسمبلۍ غونډې ته ویلي ول چې حکومت یې هېچا ته د میرټ یا وړتیاو له اصوله د سرغړونې اجازه نه ورکوي او هر زده کوونکي ته هرو مرو په تعلیمي ادارو کې داخله ورکوي او ګمارنې هم د میرټ پر بنسټ کېږي.
د بلوچستان ځوانو ډاکترانو ټولنه وايي، پر حکومتي اعلان سربېره ډاکترانو ته دندې نه دي ورکړل شوې. دوی د یکشنبې یا اتوار پر ورځ په کوټه کې خبري غونډې ته وویل، حکومت د ۹۰۰ ډاکترانو د ګمارلو لپاره په بودیجه کې پیسې هم ايښې وې خو دا کار یې ونکړ. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
په لاهور او سېوڼ کې تر ځانمرګیو بریدونو وروسته د پاکستان وفاقي حکومت د بلوچستان په پښین، عبدالله کلا، چاغي او خاران کې د ۳ جي او ۴ جي انټرنېټ لړۍ بند کړله
د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ او د دغه صوبې ولس د پاکستان له وفاقي حکومته غوښتنه کړې ده چې په هغو څلور واړو ولسوالیو کې دې د انټرنېټ شلولې لړۍ ژر تر ژره بیرته ونښلوي چې له تېرو څه باندې شپږو اونیو راهیسې یې پرې کړې ده. له کوټې د ایوب ترین راپور
په پښین کې د شنو نسوارو جوړولو چکۍ دي چې پکې یو شمېر خلک کار کوي. خو دا نسوار جوړوونکي وايي، د برېښنا کموالي له کبله یې کاروبار اغېزمن شوی دی. ورسره په ویډیو کې ګورئ چې د چکیو کارکوونکي په څنګه ماحول کې نسوار جوړوي او ولې دا کار مشکل بولي.
په بلوچستان کې د ډېموکراسۍ لپاره د قربانیو ورکووونکو په یاد غونډه شوې ده. د یکشنبې یا اتوار پر ورځ په کوټه کې پر دې موضوع یو شمېر پوهانو او سیاستوالانو ویناګانې وکړې. دوی وویل، سیاسي فعالانو او ځوانانو د مساوي حقونو، بشري حقونو او جمهوریت لپاره سختۍ ګاللې دي او ان مړه شوي دي، نو ځکه باید هېر نشي.
په بلوچستان کي د سیاسی ګوندونو مشرانو په پنجاب پوهنتون کي پر پښتنو زده کوونکیو دجماعت اسلامی زده کوونکیو د برید په کلکه غندنه کړې او تور یې لګولی چي د پنجاب پولیسو په ملاتړ دغه برید ترسره شوی دی. سیاسي ګوندونو د پنجاب له حکومته غوښتنه کړې ده چې د بریدګرو پرضد دې کلک ګامونه پورته کړي. نور حال له کوټې د مشال راډیو خبریال ایوب ترین په راپور کې
د بلوچستان د حکومت ویاند انوارالحق کاکړ وویل ، د بلوڅ ملت پالو دا اندېښنه بې ځایه ده چې په صوبه کې مېشت افغان کډوال به د ځايي خلکو په توګه وشمېرل شي.
د پاکستان تعليم وفاقي وزارت وايي چې دا وخت په پوره ملک کې دووه کروړو نه زيات ماشومان د سکولونو نه بهر دي چې پکې تر ټولو زيات په بلوچستان کې ۷۰ فيصده او په فاټا کې ۵۸ فيصده ماشومان د تعليم له ترلاسه کولو بې برخې دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته