پښتون تاريخپوه او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سیند څانګې مرستيال سیکرېټري عبدالعلي غورغښتي مړ شو.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر سنیټر عثمان خان کاکړ وايي، سرشمېرنه اوس هم تر خپل وخته لس کاله ځنډېدلې ده، نو ځکه بايد نوره و نه ځنډول شي.
د ماشکیل په سمیه کې دوې اوونۍ وړاندې د قطر شهزاده پر یوه کاروان په ډزو کې د دغه ولسوالۍ د پولیسو مشر مجید دشتي په ګډون دوه نور امنیتي ساتونکي ټپیان شوي ول.
په بلوجستان کې د غريبو ښځو لپاره د انصاف برابرولو په خاطر يوې ادارې نيزدي سلو مېرمنو سره مرسته کړې ده. اوس دا اداره کوټه کې وکيلانو ته سپارل شوي او هغوی وايي چې دوی به کوشش کوي د هغو ښځو سره په عدالتونو کې د انصاف ترلاسه کولو لپاره مرسته وکړي چې پيسې نه لري.
د حج پروګرېسيو اتحاديې مشران شکايت کوي چې د هېواد په کچه د حاجيانو په شخصي څانګه کې په اېښودل شوې برخه کې د بلوچستان ونډه لږ ده.
د عوامي نیشنل ګوند د بلوچستان مشر وايي، د مارچ پر ۱۵مه دې په صوبه کې سرشمېرنه نه ځنډول کېږي. اصغر اڅکزي د دوشنبې یا ګل پر ورځ په کوټه کې تر خبري غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل، دا د دولت ذمه واري ده چې په سرشمېرنه کې به د پاکستان شهریت لرونکي ورګډوي. تفصیل په دې رپورټ کې.
د بلوچستان حکومت وايي، په صوبه کې له اوسنیو واورو او ورښتونو د اوښتيو زیانو جاج اخلي او اغېزمنو خلکو ته یې د خوړو او درملو رسولو لړۍ پیل کړې ده.
د بلوچستان اعلا وزیر نواب ثناء الله زهري خواشیني څرګنده کړې ده او دا یې د پولیسو هدفي وژنه بللې ده.
کوټه: د بلوچستان صوبې د مرکز کوتې تر څنګ په زیاتره پښتونخوا مېشتو سیمو کې له اوږدې مودې وروسته د جمعې له شپې د واورې او باران لړۍ پیل شوې ده.
د بلوچستان بوري (لورالايي) د رساله لاين سيمې اوسېدونکي په اسلام اباد کې په احتجاجي دي او وايي چې اېف سي ځواکونو يې کورونه نړولي دي او له خپلو کورنو يې بې کوره کړي دي.
په پاکستان کې د بشري حقونو کارکونکي وایي اوس په ټولنیزو رسنیو هم د یوې مسلې په اړه غږ پورته کول ګران شوي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته