د بلوچستان صوبې په مرکز کوټه کې د کرېسمېس ورځ له هغو کورنیو سره د خواخوږۍ ښودلو په موخه په سادګۍ سره لمانځل کېږي چې څه باندې یوه اونۍ وړاندې د دغه ښار پر یوه کلیسا د ځانوژونکي بری پرمهال وژل شوي ول.
د کوټې ښار په دې کليسا کې عيسويانو عبادت کاوه چې ناڅاپه وسله والو ورباندې بريد وکړ او نهه کسان يې و وژل.
د بلوچستان پولیس وايي په ۲۰۱۷م کال کې په صوبه کې څلور ځانمرګو بریدونو ۵۵ کسان وژلي او دوی د ترهګرۍ په تړاو ۱۶ مقدمې پوځې عدالتونو ته سپارلې دي.
سرفراز بګټی وايي د منور دنده دا وه چې کله ګورنر صاحب ګلستان ته تللی وای نو د هغه د رسېدو اطلاع به یې د پنجاب اوسېدونکي حامد بشیر ته ورکوله نو هغه به بیا د ځانمرګي برید انتظام کولو.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د اتوار په ورځ پر یوه کلیسا د ځانوژونکیو بریدګرو په برید کې د وژل شویو نهه کسانو مړي نن د دغه ښار ګورا هدیره کې خاورو ته وسپارل شول.
د پولیسو مشر معظم انصاري خبریالانو ته وویل، د برید پر مهال په کلیسا کې د ماشومانو په ګډون ۴۰۰ کسان ول. د ده په خبره، د یکشنبې یا اتوار پر ورځ دوی د کلیساګانو د حفاظت لپاره پولیس ځای پر ځای کوي
د بلوچستان حکومت په صوبه کې د څاړو پر ښکار په بشپړه توګه بندیز لګولی دی او مرکزي حکومت ته یې ویلي چې چاته د ښکار کولو اجازت نامه ورنکړي.
دپاکستان پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه ويلي چې بلوچستان به په راتلونکې کې د ملک د ترقۍ کوششونو بنيادې برخه به وي او د دغه صوبې ځوان کهول هم هومره صلاحيتونه لري لکه د هېواد نور ځوانان چې یې لري.
د بلوچستان ټرانسپورټ وزیر جعفر خان مندوخېل ویلي دي تر اوسه د چین ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ تر منصوبې لاندې په بلوچستان کې هېڅ یوه لویه پرمختیايي پروژې نه ده پیل شوې.
د دسمبر پر دویمه نېټه د نومیالي پښتون ملتپال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند بنسټ اېښودونکي مشر عبدالصمد خان اڅکزي ۴۴م تلین لمانځل کېږي.
په خېبر پښتونخوا کې د ګوزڼ ناروغۍ پرضد په دې روستیو کې ترسره شوي د څاڅکو مهم کې که یوه خوا په زرګونو ماشومان په کورنو کې د غېر موجودګۍ له وجې له څاڅکو پاتې شوي نو بلخوا د یو شمېر ماشومانو مور او پلار خپلو بچو ته د ګوزن څاڅکو ورکولو څخه هم انکار کړی دی.
د کوټې په سریاب سیمه کې په یوه بمي چاددنه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپي شوي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته