د بلوچستان دبلوڅ مېشتې تربت ضلعې په مند نومي سیمه کې د شنبې په سهار لیویز ځواک د پنځو کسانو مړي موندلي دي.
په بلوچستان کې د څلورم ځل لپاره د پاکستان پرضد وسله واله مبارزه په ۲۰۰۶م کال کې د بلوڅ سياتوال نواب اکبر خان بګټي تر وژل کېدو وروسته پیل شوې ده.
د الیاس زوی محمد عدیل نومېده چې وکیل وو. د دې پېښې پر ضد وکیلانو د پنجشنبې یا زیارت پر ورځ احتجاجي کاربندیز اعلان کړی دی. پولیسو تر پېښې وروسته په نوي کلي کې د لټون عملیات کړي او ځېنې مشکوک کسان یې نیولي دي.
د بلوچستان په تربت ولسوالۍ کې د ۱۵ کسانو مړي موندل شوي چې په ډزو وژل شوي دي. د چارواکو په وینا چې ټول وژل شوي کسان د پنجاب اوسېدونکي دي چې د تربت له لارې په ناقانونه توګه ایران ته روان ول.
جمعيت علما اسلام (ف ډله) او پښتونخوا ملي عوامي ګوند دريځ لري چې د قبايلي سيمو د راتلونکې پرېکړه دې د قبايلو په خوښه د ټولپوښتنې له لارې وشي.
د بلوچستان په کوټه ښار کې د مذهبي لږکیو اتحاديې په یوه مظاهره کې غوښته کړې چې په نويو حلقه بندیو کې دې په قامي او صوبايي اسمبلیو کې د دوی د غړو شمېره سیوا کړل شي او دوی ته دې هم د ووټ ورکولو په لار د خپلو غړو د ټاکنو حق ورکړل شي.
د اسلام اباد خبريالانو د چارشنبې په ماښام د يوې مظاهرې له لارې د بلوچستان له صوبايي او د پاکستان له مرکزي حکومته غوښتنه کړې چې په بلوچستان کې پر خبريالانو شویو بريدونو او فشارونو ته جدي پاملرنه وکړي.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې یوې بمي چاودنې د صوبې د پولیسو مرستیال مشر حامد شکیل او دوه نور پولیس وژلي دي.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزير سرفراز بګټي ویلي د بېلتون غوښتونکې ډلې بلوچستان ليبرېشن فرنټ د مشر ډاکټر الله نظر ميرمن او د کورنۍ ښځې یې پرون (جمعه) خوشي کړې دي.
د بلوڅ بېلتون پالې وسله والې ډلې بلوچستان ليبرېشن فرنټ تر دهړکو وروسته د اپريل په پنځوېشتمه نېټه د کوټې په ګډون د صوبې په نورو برخو کې ورځپاڼې و نه وېشل شوې.
د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان ویلي دي چې د پاکستان مرکزي حکومت دې له پښتنو سره کړې ژمنې پوره کړي.
د بې پولې خبريالانو سازمان ار اېس اېف وايي، په ۲۰۰۶ م مېلادي کال کې په بلوچستان کې د وسله والې جګړې تر پیلېدو را وروسته په صوبه کې ۴۰ خبريالان وژل شوي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته