د کوټې یو اوسېدونکي حاجي نصیب الله وویل ، په ځانګړې توګه د هغو خلکو ژوند درېدلی دی کوم چې موټرې او یا هم رکشې د مزدورۍ لپاره چلوي.
چارواکي وايي چې له پلرونو ، مذهبي عالمانو او ځايي مشرانو څخه یې غوښتي چې د پولیو ضد مهم ملاتړ وکړي.
ملګري ملتونه وايي په تیر يو کال کې د بلوچستان صوبي نه اوه دير ش زره افغان کډوال خپل هيواد ته ستانه شوي دي.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې چارواکي وايي، پر باي پاس سرک د بمي چاودنې له کبله د فرنټیر کور شپږ سرتیري ژوبل شوي دي.
د یادې ادارې مشر رازق فهیم وویل چې دا ګام یې د دې لپاره واخیست چې د پاکستان د نورو سیمو د نومیالیو ادیبانو ، شاعرانو او د بلوچستان د پېغلو او ځوانانو ترمنځ یو بحث ته زمینه برابره کړي.
بنو: د شمالي وزيرستان د ډنډې درپه خېل خلک پر ځايي انتظاميې او امنيتي ادارو تور پورې کوي چې د دوی کورونه ورانوي.
په بلوچستان کې د اوبو زېرمو پوهان وايي، که بندونه جوړ نه شول نو دا خطر شته چې په راتلونکې کې به د څښلو موندل هم ګران شي. دا خبره دې پوهانو د یکشنبې پر ورځ په کوټه کې د چاپېریال یوې نړیوالې ادارې په غونډه کې وکړه. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
جنرل قمر جاويد باجوه وويل چې پاکستان پوځ د قامي يووالې ښکارونه ده په پوځ کې د هرې صوبې برابره برخه ده۔ د بلوچستان ګڼ ځوانان د پوځ، اېف سي، پوليس او د نورو ادارو برخه به جوړېږي۔
د فافېن په وینا چې د بلوچستان په شاته پاتې سیمو کې د ښځو لپاره خپل قامي شناختي کارډ د ووټونو په نوملړ کې راجسترول یوه سنګینه مسله ده چې په خبره یې دا مهال څه باندې پنځه لاکه ښځې ترې محرومه دي.
په بلوچستان کې د لادرکه کړل شویو بلوڅانو د حقونو لپاره کارکونکی قدیر بلوڅ وايي چې په صوبه کې شاوخوا ۳۵۰۰۰ کسان تر اوسه لادرکه دي خو د پاکستان حکومت دا شمیرې ردوي.
په دې ورستیو کې د پاکستان په سینیټ کې د انفارمېشن ټیکنالوژۍ او ټیلي کمیونیکېشن د ذیلي کمیټۍ یوې غونډې ته ویل شوي چې په قبایلي سیمو او بلوچستان کې د انټرنیټ د سهولت خورولو لپاره له ایښودل شوي فنډ نه پنځوس کروړه روپۍ اخیستل شوي او د پنجاب صوبې په سیالکوټ کې پرې د لوبو یو مېدان جوړ کړی شوی دی.
د کوټې په لوی روغتون کې د ۲۰۱۶ م کال په اتم اګست یوه ځانمرګي برید د ۵۶ وکیلانو او دوو (۲) خبریالانو په ګډون ۷۴ کسان وژ ل شوي ول او تر ۱۰۰ زیات کسان چې په هغو کې هم ډېری وکیلان ول ژوبل شوي ول.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته