د بلوچستان حکومت وايي، په صوبه کې له اوسنیو واورو او ورښتونو د اوښتيو زیانو جاج اخلي او اغېزمنو خلکو ته یې د خوړو او درملو رسولو لړۍ پیل کړې ده.
د بلوچستان اعلا وزیر نواب ثناء الله زهري خواشیني څرګنده کړې ده او دا یې د پولیسو هدفي وژنه بللې ده.
کوټه: د بلوچستان صوبې د مرکز کوتې تر څنګ په زیاتره پښتونخوا مېشتو سیمو کې له اوږدې مودې وروسته د جمعې له شپې د واورې او باران لړۍ پیل شوې ده.
د بلوچستان بوري (لورالايي) د رساله لاين سيمې اوسېدونکي په اسلام اباد کې په احتجاجي دي او وايي چې اېف سي ځواکونو يې کورونه نړولي دي او له خپلو کورنو يې بې کوره کړي دي.
په پاکستان کې د بشري حقونو کارکونکي وایي اوس په ټولنیزو رسنیو هم د یوې مسلې په اړه غږ پورته کول ګران شوي دي.
په کوټه کې د چین – پاکستان اقتصادي لار په پروژو کې د ښځو د هنري او لاسي کارونو او کسبونو د ونډې پر موضوع غونډه شوې. د صوبايي حکومت ویاند وايي، دوی پوره هڅه کوي چې ښځو ته برخه ورکړي چې هغوی د کورنیو او هېواد په اقتصادي پرمختیا کې رول ولوبولای شي. د یکشنبې یا اتوار د ورځې غونډې تفصیل په رپورټ کې.
د دې نړول شوو کورونو یو شمېر مېرمنې او ماشومان دا وخت په اسلام اباد کې د پریس کلب مخې ته د دوی په وینا ، د ایف سي له خوا د ورسره کېدونکي ظلم پر ضد احتجاج کوي
مجید خان اڅکزي وویل دوی په دې پوه دي چې امنیتي او جاسوسي ادارو ته په سیمه کې ټول غله ، مجرمان او قاتلان مالوم دي خو پر ضد یې ګامونه نه پورته کوي.
د کوټې یو اوسېدونکي حاجي نصیب الله وویل ، په ځانګړې توګه د هغو خلکو ژوند درېدلی دی کوم چې موټرې او یا هم رکشې د مزدورۍ لپاره چلوي.
چارواکي وايي چې له پلرونو ، مذهبي عالمانو او ځايي مشرانو څخه یې غوښتي چې د پولیو ضد مهم ملاتړ وکړي.
ملګري ملتونه وايي په تیر يو کال کې د بلوچستان صوبي نه اوه دير ش زره افغان کډوال خپل هيواد ته ستانه شوي دي.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې چارواکي وايي، پر باي پاس سرک د بمي چاودنې له کبله د فرنټیر کور شپږ سرتیري ژوبل شوي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته