په کوټه کې په اتم اګست د وژل شویو وکیلانو د څلوېښتمې لمانځلو په تړاو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر سیوري لاندې د دغه ښار په صادق شهید لوبغالي کې یوه لویه ولسي غونډه وشوه.
د بلوچستان لپاره ازادۍ غوښتونکی يو ملت پال ګوند له پاکستان څخه د خپلواکۍ لپاره له هندوستان څخه د نېغ په نېغه پوځي مرستې غوښتنه کړې ده. بلوچان پر پاکستان تور لګوي چې د بشري حقونو څخه په سرغړونو سره يې په خپله صوبه کې دوی په اقليت بدلول غواړي او وسايل يې نه ورته ورکوي.
د بلوچستان بېلابېلو وکیلانو اتحادیو پرېکړه کړې ده چې دوی به د پاکستان په ستره محکمه (سپریم کورټ) کې د اتم اګست د ځانمرګي برید په اړه د کېس دفاع کوي چې د اورېدو اعلان یې سپریم کورټ دوه اوونۍ مخکې کړی وو.
د سریاب پولیسو مشر عبدالله اپرېدي په وینا چې د نژدې شپږ کلوګرامه باروتو یو پټ کړل شوی بم په ریمورټ کنټرول الوځول شوی ته پټ کړل شوی وو.
د وژل شوي وکيل باز محمد کاکړ ورور ډاکټر لال خان کاکړ اعلان کړی چې د وژل شويو وکيلانو د کورنيو د غړيو به مفت علاج کوي.
له مشال راډیو سره په خبرو کې د عوامي نېشنل پارټۍ مشر افراسیاب خټک وویل چې دوي له حکومته غوښتنه وکړه چې په پاکستان کې د افغانانو د ایساریتا نېټه دې تر د کال ۲۰۲۱ پورې وغځوي او د نا-رجسټرډ هغو نوملیکنه دې زر تر زره پيل کړي.
چيف جسټس انور ظهير جمالي له خپلې مخې ګروږنه (از خود نوټس) د پاکستان آیين ۱۸۴ مې مادې تر ۳ شق لاندې د رجسټرار په ليک اخيستی دی۔
د پاکستان سېنېټ بشري حقونو قایمه کمېټۍ په بلوچستان کې په تېرو دوو کلونو کې د موندل شویو تشددزده مړیو د ډي اېن ټېسټ کولو منظوري ورکړې ده.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د چمن - سپین بولدک لار د څوارلس ورځو تر بندېدو پس د زیارت/پنجشنبې ورځ بیرته خلاصه کړل شو.
پرون په داسې حال کې په ټوله نړۍ کې د مظاهرو او غونډو په کېدو سره د لادرکه کړل شوو کسانو له ورځې يادونه وشوه، چې د بشري حقونو کارکوونکي وايي پاکستان کې امنيتي ځواکونو په زرګونو بلوچان غيب کړي دي.
د پاکستان او افغانستان تر منځ د چمن پولې د بنديدو نن ديارلسمه ورخ ده چې له وجې يې د دواړو خواوو خلکو ته ګڼې ستونزې ورپېښې شوي دي. د چمن او سپین بولدک ترمنځ د دې لارې د تړل کېدو له امله دواړو غاړو ته په سلګونه لارۍ، کنټېنرې او نور موټرونه ولاړ دي.
دبلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې د زیارت په شپه د ناڅرګنده وسله والو په ډزو کې د سیمې تحصیلدار نعیم ګچکي او دهغه شپږ ساتونکي وژل شوي دي. په پېښه کې څلور نور کسان زخمیان شوي هم دي چې د علاج لپاره کراچۍ ښار ته انتقال کړل شوي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته