دبلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې د زیارت په شپه د ناڅرګنده وسله والو په ډزو کې د سیمې تحصیلدار نعیم ګچکي او دهغه شپږ ساتونکي وژل شوي دي. په پېښه کې څلور نور کسان زخمیان شوي هم دي چې د علاج لپاره کراچۍ ښار ته انتقال کړل شوي دي.
نورینه شاه وايي له ماشوموالي راهیسې یې ستوري او سپوږمۍ ډير خوښ دي او غواړي چې په دې برخه کې زدکړی وکړي. نورینه دې لړ کې د ټولینیزو رسنیو یعنې سوشل میډیا استعمال کوي او د نړۍ سره په رابطه کې ده. یوې برتانوي مجلې د ټولې ایشیاء د ماشومانو د ساینسي زدکړو لپاره خپله سفیره ټاکلی ده.
د چمن – بولدک لار تر هغې وروسته تړل شوې چې د پنجشنبې پر ورځ افغان مظاهره کوونکو پر دروازې کاڼې وورول او د پاکستانیو چارواکو په وینا، د پاکستان بیرغ ته یې اور واچاوه. تر دې وروسته پاکستان احتجاجاً ور وتاړه. له هغې ورځې راهیسې د دواړو هېوادونو امنیتي چارواکو غونډې کړې دي چې بې نتیجې پای ته رسېدلې دي.
د بلوچستان های کورټ اېډيشنل پرازيکيوټر جنرل عبدالطيف کاکړ وايي، وژل شویو او ټپي وکيلانو په لسګونو مقدمې چلولې خو اوس چې کله اورېدنې پيل شي نو د دوی د نشتوالي له وجې مقدمې ځنډول کېږي.
دا مودي او کانګرس چې خبرې کړې دي، نو هغوی ډېر لري ناست دي او یوازې خبرې دي. ځېنې خلک وايي چې له دې سره به پر بلوڅانو د پاکستان سرکار تشدد زیات شي، نو دا تشدد کله کم شوی وو؟ پاکستان له دې زیات نور څه کولای شي؟
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر او سېنېټر عثمان کاکړ وايي، په قامي اسمبلۍ کې محمود خان اڅکزی وینا ته نه پرېښودل د جموهریت ضد کړه نه
د جنوبي وزیرستان پولیټیکل اېجنټ ظفر الاسلام وايي، د کډوالو خپلو کورونو ته د ستنېدو اخرۍ لړۍ پیل شوې چې د روان کال تر پایه به سرته ورسېږي.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې له امنیتي ځواکونوسره په نښته کې درې وسله وال وژل شوي او دوه سرحدي عسکر ټپیان شوي دي.
د اګست پر اتمه په کوټه کې له یوه ځانوژونکي بم بريده د وژل شويو وکيلانو د فاتحې لړۍ لا هم دوام لري او د پاکستان له مرکز اسلام اباد او بېلابېلو ښارونو څخه سياسي مشران د هغوى له کورنيو سره خواخوږۍ ته ورځي.
د بلوچستان مرکز کوټه کې پر زرغون سړک د زيارت/پنجشنبې سهار شاوخوا لس بجې د یوه جج پر کاروان د سړکغاړې چادونې د څلور پولیسوالو په ګډون ۱۴ تنه ژوبل کړي دي.
د داخله چارو وزير سرفراز بګټي خبريالانو ته ويلي چې د زيارت په سهار د هايي کورټ د يو جج ګاډۍ شاته د ترهګرۍ ضد ځواک روان ګاډۍ باندې د سړک غاړې ښخ بم و چاودېدی.
بېګا ماښام په پېښور پریس کلب کې د مدني ټولنو غړو د کوټي سیول روغتون د پرونۍ ځانمرګي برید پر ضد مظاهره وکړه.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته