د بلوچستان های کورټ اېډيشنل پرازيکيوټر جنرل عبدالطيف کاکړ وايي، وژل شویو او ټپي وکيلانو په لسګونو مقدمې چلولې خو اوس چې کله اورېدنې پيل شي نو د دوی د نشتوالي له وجې مقدمې ځنډول کېږي.
دا مودي او کانګرس چې خبرې کړې دي، نو هغوی ډېر لري ناست دي او یوازې خبرې دي. ځېنې خلک وايي چې له دې سره به پر بلوڅانو د پاکستان سرکار تشدد زیات شي، نو دا تشدد کله کم شوی وو؟ پاکستان له دې زیات نور څه کولای شي؟
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر او سېنېټر عثمان کاکړ وايي، په قامي اسمبلۍ کې محمود خان اڅکزی وینا ته نه پرېښودل د جموهریت ضد کړه نه
د جنوبي وزیرستان پولیټیکل اېجنټ ظفر الاسلام وايي، د کډوالو خپلو کورونو ته د ستنېدو اخرۍ لړۍ پیل شوې چې د روان کال تر پایه به سرته ورسېږي.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې له امنیتي ځواکونوسره په نښته کې درې وسله وال وژل شوي او دوه سرحدي عسکر ټپیان شوي دي.
د اګست پر اتمه په کوټه کې له یوه ځانوژونکي بم بريده د وژل شويو وکيلانو د فاتحې لړۍ لا هم دوام لري او د پاکستان له مرکز اسلام اباد او بېلابېلو ښارونو څخه سياسي مشران د هغوى له کورنيو سره خواخوږۍ ته ورځي.
د بلوچستان مرکز کوټه کې پر زرغون سړک د زيارت/پنجشنبې سهار شاوخوا لس بجې د یوه جج پر کاروان د سړکغاړې چادونې د څلور پولیسوالو په ګډون ۱۴ تنه ژوبل کړي دي.
د داخله چارو وزير سرفراز بګټي خبريالانو ته ويلي چې د زيارت په سهار د هايي کورټ د يو جج ګاډۍ شاته د ترهګرۍ ضد ځواک روان ګاډۍ باندې د سړک غاړې ښخ بم و چاودېدی.
بېګا ماښام په پېښور پریس کلب کې د مدني ټولنو غړو د کوټي سیول روغتون د پرونۍ ځانمرګي برید پر ضد مظاهره وکړه.
په کوټه د مشال راډیو خبریال ایوب ترین وايي، په بلوچستان کې به د درو ورځو لپاره تعلیمي ادارې، دفترونه، بازارونه او عدالتونه بند وي.
د بلوچستان حکومت ویاند وايي، دا یوه پېچلې جګړه ده چې رېښه یې ډېره پخوانۍ ده. او زیاتوي چې دلته په ټولنه کې سختدریځۍ نفوذ کړی دی خو زیاتوي چې دوی به تر وسه وسه دغه ترهه ګر له منځه یوسي.
د مشال راډيو خبریال وايي، د بلوچستان وکيلانو اتحاديې پخوانی مشر بازمحمد کاکړ هم په دغه برید کې وژل شوی دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته