د اتوار ورځ په کوټه کې د تعلیم ودې لپاره یوې نادولتي ادارې الف اعلان له لوري [د بلوچستان بودیجه او تعلیم] تر عنوان لاندې یوه سېمنار وشو چې پکې په صوبه کې د تعلیم په اړه پر عامه ناآګاهي اندېښنه وښودل شوه.
د بلوچستان حکومت ویاند انوار الحق کاکړمشال راډیو ته وویل، په تېرو څو شپو کې چې د ترهګرۍ څومره هم پېښې شوې دي نو په هغوی کې ډېری موټرسایکل سورو کړې دي او تر برید وروسته تښتېدلي دي، نو ځکه صوبايي حکومت دغه بندیز ولګاوه.
پېښور: په پنجشنبه د افغانستان سفیر ډاکټر عمر زاخېلوال د پښتونخواوزیر اعلا پروېز خټک او د صوبې له نورو لوړپوړیو امنیتي او انتظامي چارواکو سره په ملاقات کې د افغان کډوالو د ستونزو او په سیمه کې د امنیتي صورتحال په اړه خبرې کړې دي.
د پاکستان بلوچستان صوبې په سرښار کوټه کې وسله والو د فرنټیر کور څلور اهلکاران په یوه برید کې وژلي دي.
د نهې په ورځ د پاکستان د بلوچستان صوبې سرښار کوټه په سریاب علاقه کې د ډزو په دوه مختلفو پېښو کې څلور پولیس اهلکاران وژل شوي دي.
روژه د صبر او زغم مياشت ده خو د پښتنو په ټولنه کې د روژي په مياشت کې د جنګ جګړو پېښې زياتې شي.
د بلوچستان د مرکز کوټې د پوليس چارواکي وايي ، دا چاودنه د جمعې په ورځ غرمه مهال پر عالمو چوک له يوه دکان سره نږدې شوې ده.
د ذکر ده چې د راجستر افغان کډوالو په پاکستان کې د پاته کېدو موده د پروسږ کال دسمبر مياشتې په ٣١ نيټه پوره شوې وه خو وزيراعظم نواز شريف دا موده د روانې میاشتې تر دېرشمې (۳۰) نيټې پورې وغځوله.
د بلوچستان د مرکزي ښار کوټې تر څنګ د صوبې په پښتنه سیمه کې لوی شمېر خلک د څښلو اوبو په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخامخ دي. صوبايي حکومت وايي ، د دوی دې ستونزې ته پام دی او د هواري لپاره به یې په بجټ کې پېسې بېلې کړي.
په اسلام آباد او تورخم کې د پاکستان او افغان چارواکو ترمنځه تر لیدو کتو وروستو له تېرو دوو ورځو راهیسې د دواړو خواوو ځواکونو ترمنځ جګړا درېدلې ده.
د زیارت په ورځ د په اسلام اباد های کورټ کې د پاکستان اسلامی نظریاتی کونسل چیېرمېن په توګه د مولانا محمد خان شېراني ګمارنه ننګول (چېلنج) شوې ده.
د خېبر پښتونخوا سېلاني سیمې سوات په خوازه خېله کې نن د پاکستاني پوځ پرضد ټول بازار په احتجاج کې تړل شوی دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته