د بلوچستان حکومت ویاند انورالحق کاکړ وايي د ټولو وګړیو حفاظت د حکومت ذمه واري ده چې په دې لړ کې ګامونه هم پورته کوي.نوموړی د اچکزي د وژنې په اړه وايي د پېښې پلټنې یې پیل کړي دي.
عثمان کاکړ وايي، په کراچۍ کې خواوشا اویا، اتیا لاکه هندوستاني مهاجر دي دا له کومې خوا راغلي دي، د پنجاب له چندي ګړه پنجابیان راغلي دي، حساب يي ولې نشته ؟ د شناختي کارډونو تصدیقولو په پلمه د پښتنو ځورولو ته چل جوړ شوی
وفاقي وزیر وايي، قبایلي مشران د فاټا موجوده حېثيت پرځای ساتل غواړي خو ځوان کول، سوادګر اونور كسان یې بیا له خېبر پښتونخوا سره د یوځای کېدو ملاتړي دي.
په کوټه کې د پولیسو سرچینو رسنیو ته ویلي دي چې موټر سایکل سپرو وسله والود لاء کالج بېریسټر امان الله اڅکزی وواژه.
په پاکستان کې پښتون ملت پاله ګوندونه وایي، د ډیورنډ کرښه د پاکستان او افغانستان تر مینځ رسمي سرحد نه دی او پاکستان ته د سفر کونکیو افغانانو لپاره د ویزو ضروري کولو خبره د وسله والو پټن ځایونو څخه د مخ اړولو لپاره کیږي.
په کوټه کې د طبعي آفتونو د احتمالي خطرونو او له هغه د ژغورنې په اړه يو ورځنی سېمينار شوى،چې پکې ويل شوي که حکومت او ولس له طبعي آفتونو د پېښېدونکيو تاوانونو د مخنيوي لپاره ګامونه پورته نه کړي، نو کوټه ښار به له يو بل آفت سره مخامخ شي.
حکومتي چارواکي وايي، چاودنه د پنجشنبې یا زیارت پر سهار د کوټې له مشرقي بای پاس سړک سره نېږدې شوې.
د نېب ویاند وايي، چې د پبلیک سرویس کمېشن دوه مرستیال ډایرېکټران نیاز محمد او عبدالوحید یې لا له وړاندې د درغلیو په تور نیولي دي.
د بلوچستان صوبې د خزانې سکتر مشتاق ريساني چې د درغلېو په تور کوټه کې نيول شوی وو د عدالت په امر د ۱۴ ورځو په ريمانډنېب ته سپارل شوی دی.
د پاکستان د نورو ښارونو غوندې په کوټه کې هم د بيان د ازادۍ نړيواله ورځ ولمانځل شوه.
د پوليو وايرس ضد حکومتي ادارې يوه چارواکي ډاکټر افتاب کاکړ مشال راډیو ته وويل، وه چې تر ۱۳ لکه زياتو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکيو په ورکولو سره يې خپل ټاکل شوی هدف ترلاسه کړ.
په بلوچستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو خېر ښېګړې ادارې یونیسف د تعلیم څانګې مشره پلوشه وایي، په دغه صوبه کې د بې وزلۍ او کم تعلیم بجټ له وجې لا هم ډېر ماشومان سکولونو ته نه ځي
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته