د بلوچستان کورنيو چارو وزیر سرفرازبوګټي رسنیو ته وویل، د هند استخباراتو 'را' يو اوسنی افیسر یې له جنوبي بلوچستانه نیولی دی
حاجي عبدالرحمان بازی وايي، د ایران پر مڼو دې د کیلو په حساب لږ تر لږه ۴۵ روپۍ ټېکس ولګول شي، چې له دې سره به ځايي مڼې په منډۍ کې خپل ارزښت نه بایلي
له قدرتي افتونو سره د مبارزې د صوبايي ادارې یاد مشر زیاتوي، د کورونو تر دې زیان وروسته يې د صوبې ټولو کمشنرانو ته بوديجه لېږلې، چې د بېړني حالت په وخت يې وکاروي.
په افغانستان کې د امریکا د عملیاتي ځواکونو ویاند وايي، داعش د افغانستان له سلګونه ولسوالیو کې یوازې په یوه کې شته.
په بلوچستان کې له قدرتي افتونو سره د مبارزې ادارې چارواکي وايي، اوسنيو بارانونه د صوبې په بېل بېل سیمو کې لږ تر لږه پنځوس کورونو ته زیان رسولی دی، خو زیاتوي، تراوسه پورې لا هم په هيڅ يوه سیمه کې کوم چاته ځاني زیان رسېدلی نه دی.
د بلوچستان حکومت ادعا کوي چې په وژل شویو بلوڅ بېلتونپالو کې د افغانستان یو وګړی اسلم اچو هم شامل دی چې د خېربخش مري فکري ملګری وو
خبریال شهزاده ذوالفقار يې په ځواب کې وویل، په دې عملياتو کې د بلوڅو بېلتونپالو وژل لا هم سم معلوم نه دي. هروخت دوی داسې ادعاوې کوي، خو نه د هغوی مړي ښکاره کوي او نه يې هم ورسره نیول شوې وسله ليدل کېږي؛.
د بلوچستان حکومت د سېشنبې په ماښام اعلان وکړ، چې د مسلم باغ د اوولس کلنې زده کوونکې ثاقبه کاکړ د ځانوژنې پېښې پلټنو لپاره يې یو عدالتي کمیسيون جوړ کړی دی.
د پټرولیم مصنوعاتو په نرخونو کې د ټیټوالي په باب ولس وايي چې حکومت خو له تېرې څه مودې راهیسې د تېلو په نرخونو کې تر څلوېښتو (۴۰) روپیو زیات ټیټوالی کړی وو خو له بده مرغه دوی ته يې په عملې توګه هېڅ ګټه ونه رسېدله.
په کوټه کې د بلوچستان د تعليم د څانګې چارواکي وايي، د دغې صوبې په لرو پرتو سیمو کې د ژمنۍ رخصتيو تر ختمېدو وروسته به تعليمي کمپاين چلوي، چې په خبره يې ډېر ماشومان په سکولونو کې داخل شي.
د يوه خبريال پوښتنې ته په ځواب کې مولانا فضل الرحمن وویل، د ګوند په صفونو کې یې هېڅ وېش او ډلې شتون نه لري.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته