د بلوچستان په ساحلي سیمه ګډاني کې د یوې سمندري بېړۍ د ماتولو او کباړولو پر مهال د اور لګېدو په پېښه کې د مړیو شمېره ۱۷ تنو ته ختلې ده او ۵۰ نور ژوبل دي.
د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري پر پوليس روزنيز مرکز په بريد کې د ژوبلو کسانو ليدو وروسته له رسنيو سره په خپلو خبرو کې د ترهګرۍ پرضد د وفاقي حکومت پر هڅو شک وښود.
نقيب الله مزدروان کورونو ته ولېږل، په کوټه کې يې د پوليسو وردۍ راځوړنده کړه، نور سامانونه يې کښېښودل او دروازې ته يې تاله واچوله.
په کوټه کې پر یوه کور د امنیتيو ځواکونو په یوه چاپه کې څلور وسله وال وژل شوي او درې پولیس سرتېري ژوبل دي.
مولانا عبدالواسیع وویل ، د اپوزېشن غړي په دې نتیجه رسېدلي دي چې دا یوازې د حکومت غفلت دی او دوی د دې برید پر ضد عدالت ته د تلو پرېکړه کړې ده.
که وکیل مري پښتون، که د سکول ماشوم مري پښتون، که ډاکټر مري پښتون او حتا که پوځي مري نو هغه هم د مومندو.
د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان وايي، له بده مرغه په زیاترو پېښو کې پښتانه وژل کېږي. د دغه پېښو مخنیوي لپاره په ګډه سره هلوځلو ته اړتیا لیدل کېږي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د کوټې تاجرانو کاربندیز کړی دی. همدارنګه د کوټې وکيلانو هم پر پوليس روزنيز مرکز د ترهګر بريد پرضد له عدالتونو بايکاټ اعلان کړ.
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سېنېټر عثمان کاکړ وايي چې په پاکستان کې د دومره استخباراتي ادارو باوجود دا قسمه پېښې رامخې ته کېدل د افسوس وړ خبره ده.
تازه راپورونه وايي د کوټې په سریاب سیمه کې د پولیسو په روزنیز مرکزد وسله والو د بیګاني برید په نتیجه کې لږ تر لږه ۶۰ پولیس سرتېري وژل شوي او ۱۲۲ نور ژوبل شوي دي.
نن دوشنبه په ټوله نړۍ کې د ګوزڼ مخنیوی نړیواله ورځ لمانځل کېږی او په دې لړ کې په خېبر پښتونخوا،قبایلي سیمو، بلوچستان او د هېواد په نورو برخو کي دستورې ترسره شوې.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند په دسمبر کې به په کراچۍ کې پر وفاقي حکومت د فشار اچولو لپاره ستره ولسي غونډه رابللې چې د چين ـــــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژه کې د پښتنو او بلوڅو سيمې له پامه ونه غورځوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته