که وکیل مري پښتون، که د سکول ماشوم مري پښتون، که ډاکټر مري پښتون او حتا که پوځي مري نو هغه هم د مومندو.
د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان وايي، له بده مرغه په زیاترو پېښو کې پښتانه وژل کېږي. د دغه پېښو مخنیوي لپاره په ګډه سره هلوځلو ته اړتیا لیدل کېږي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د کوټې تاجرانو کاربندیز کړی دی. همدارنګه د کوټې وکيلانو هم پر پوليس روزنيز مرکز د ترهګر بريد پرضد له عدالتونو بايکاټ اعلان کړ.
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سېنېټر عثمان کاکړ وايي چې په پاکستان کې د دومره استخباراتي ادارو باوجود دا قسمه پېښې رامخې ته کېدل د افسوس وړ خبره ده.
تازه راپورونه وايي د کوټې په سریاب سیمه کې د پولیسو په روزنیز مرکزد وسله والو د بیګاني برید په نتیجه کې لږ تر لږه ۶۰ پولیس سرتېري وژل شوي او ۱۲۲ نور ژوبل شوي دي.
نن دوشنبه په ټوله نړۍ کې د ګوزڼ مخنیوی نړیواله ورځ لمانځل کېږی او په دې لړ کې په خېبر پښتونخوا،قبایلي سیمو، بلوچستان او د هېواد په نورو برخو کي دستورې ترسره شوې.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند په دسمبر کې به په کراچۍ کې پر وفاقي حکومت د فشار اچولو لپاره ستره ولسي غونډه رابللې چې د چين ـــــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژه کې د پښتنو او بلوڅو سيمې له پامه ونه غورځوي.
د بلوچستان خبریالانو د یکشنبې په ورځ د یوې مظاهرې په ترڅ کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د خبریالانو خوندیتوب ته دې پاملرنه وکړي او د هغوی په کار کې دې خنډونه نه اچوي.
د عمومي احتساب کمېټۍ چیرمیېن مجید خان اڅکزي وویل چې په تېرو۱۷ کلونو یوازې د تعلیم او روغتیا په ادارو کې تر څلور سوه اربه روپيو زیاتې پیسې ورکې کړل شوې دي.
د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ویلي دي چې له چین سره تاریخی دوستي په اقتصادي دوستۍ اوښتې ده.
د بلوچستان د کوټې ښار پولیسو د یکشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې ناڅرګندو وسلوالو په نوي کلي کې په یو کور ډزې کړي چې په پایله کې یې یو ماشوم او دوه مېرمنې وژل شوي او یوه بله ماشومه او مېرمن ژوبلې شوې هم دي.
د بلوچستان د تعلیم وزیر په یاده صوبه کې د تعلیمي کچې د لوړوالي لپاره د ګڼو پروژو د پیلولو خبر ورکړ.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته