د بلوچستان د کوټې ښار پولیسو د یکشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې ناڅرګندو وسلوالو په نوي کلي کې په یو کور ډزې کړي چې په پایله کې یې یو ماشوم او دوه مېرمنې وژل شوي او یوه بله ماشومه او مېرمن ژوبلې شوې هم دي.
د بلوچستان د تعلیم وزیر په یاده صوبه کې د تعلیمي کچې د لوړوالي لپاره د ګڼو پروژو د پیلولو خبر ورکړ.
د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې د ایف سي ځواکونو مامورین وايي تېره شپه د پلټنو د عملیاتو پر مهال دوه وران کاري وژل شوي او څو نور ژوندي نیول شوي دي.
دبلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې د فرنټیېر کور درې سرتېري په یوه وسله وال برید کې وژل شوي دي.
د افغان طالبانو سرچینو د مشال راډیو افغان څانګې ته د نومونو نه ښودلو په شرط د هغه راپورونو پخلی کړی چې درې مشران یې په دا وروستیو کې په بلوچستان صوبه کې نیول شوي دي.
اخترمېنګل وويل چې وفاقي حکومت ټولې ګټې پنجاب ته وړل غواړي او پښتانه دوه ځله دوکه کړل شوي دي ځکه چې مسئله د لارې نه بلکې د اختيار ده بايد مرکزي حکومت تر ټولو وړاندې ټولو صوبو ته يو رنګ اختيار ورکړي.
د بلوچستان په مچ سیمه کې له کوټې و راولپنډۍ ته پر تلونکې اورګاډي جعفر اېکسپرېس پرله پسې دوو بمي چاودنو پنځه سواریان (مساپر) وژلي او تر ۲۰ زیات یې ژوبل کړي دي.
په کوټه کې پرون [ سېشنبه] وسله والو کسانو هزاره ټاون ته په لار د مسافرو یو موټر درولی او څلور هزاره ښځې یې وژلې دي. په پېښه کې یوه ښځه زخمي شوې هم ده.
د بلوچستان لومړي وزیر د بازي کاکړ قبېلې پر مزکو د نا قانونه قبضو جاج اخیستی او د نوموړې قبیلې مشرانو ته یې ډاډ ورکړی چې حکومت به یې هېچا ته پر ولسي زمکو د قبضې کولو اجازه ورنه کړي.
د بلوچستان وکیلانو د اګست د اتمې ځانمرګي برید پر ضد د کوټې په ګډون د صوبې په نورو برخو کې مظاهرې کړي دي.
په کوټه کې د وکیلانو لاریون د های کورټ له ودانۍ څخه د بلوچستان اسمبلي مخې ته په یوه احتجاجي مظاهره واويښت.
په کوټه کې په اتم اګست د وژل شویو وکیلانو د څلوېښتمې لمانځلو په تړاو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر سیوري لاندې د دغه ښار په صادق شهید لوبغالي کې یوه لویه ولسي غونډه وشوه.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته