په کوټه کې يوشمېر ديني عالمانو د کوټې په سټېلايټ ټاون سیمه کې د چارشنبې ځانمرګي غندنه وکړه او د وسله والو ډلو دا کار يې غیراسلامي وباله.
نواب زهري امنيتي چارواکو ته ویلي، د ترهګرۍ د پېښو ترشا وسله وال او د هغوی مرستندویانو پر ضد دې عمليات وکړل شي او له قانون سره سم دې یې سزا کړي.
که دا قانون سازي ونشي چې له بهره بلوچستان ته تلونکو خلکو ته به د ووټ ورکولو حق نه وي او د بلوچستان شناختي کارډ به نشي جوړولای، نو د بلوچستان اصلي اوسېدونکي به په اقلیت وربدل کړل شي.
نن سهار د کوټې په سټيلایټ ټاون کې د پولیو ډلو کارکوونکو او د هغوی د ساتندویه پولیسو سره په خوا کې چاودنه شوې، چې په نتیجه کې يې څوارلس کسان وژل شوي دي.
له مشال راډيو سره په خبرو کې د اېم کيو اېم د رابطه کمېټۍ غړي ګلفراز خټک وویل چې د ښاروالۍ ټاکنې نه کول د ولس په حق ډاکه اچول دي.
په اعلامیه کې راغلي دي چې د افغانستان سولې بهیر په موخه د یوې لار لیکې برابرولو لپاره د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۸مه نېټه په کابل کې بیا خبرې کېږي.
د بلوچستان په صوبايي حکومت کې د ډاکټر عبدالمالک بلوڅ د وزیراعلی توب تر ختمېدو وروسته د هغه حکومت په کابینه کې هم بدلون کېږي.
خو په کوټه کې د اپوزيسيون ګوندونو جمعیت علماء اسلام او عوامي نيشنل ګوند په يوه ګډ خبري کنفرانس کې د احسن اقبال دا ټولې خبرې ناسمې يادې کړې.
د پاکستان سرکاري رېډيو ترمخه ښايي نواز شريف به د کراچۍ يوه ورځنۍ دوره کې د صوبې او مرکز تر مېنځه د رېنجرز ځواک د واک په معامله د روان کړکیچ هواري لپاره د صوبې له مشرانو سره لیده کاته وکړي.
د پاکستان سپر لیګ لپاره غوره شویو پنځه لوبډلو کې د پیښور زلمي ډله هم شامله ده چې مشري به یې د کرکټ قامي لوبغاړی شاهد اپرېدی کوي.
کېچ ضلع چې له مودې راهیسې د بلوڅو بېلتونغوښتونکو وسله والو ډلو مهم پټنځای یادېده، په دې وروستيو کې پکې د پاکستاني ملېشه و لخوا عمليات زیات شوي
"سهار مهال ماشومان او د کورنۍ نور غړيبې له چای او خوړو ښوونځيو او کارونو ته په تللو اړ دي نو حکومت دې د دوی په حال رحم وکړي او د ګېس لوډ شیډنګ دې زغرده ختم کړي."
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته