د بلوچستان په صوبايي حکومت کې د ډاکټر عبدالمالک بلوڅ د وزیراعلی توب تر ختمېدو وروسته د هغه حکومت په کابینه کې هم بدلون کېږي.
خو په کوټه کې د اپوزيسيون ګوندونو جمعیت علماء اسلام او عوامي نيشنل ګوند په يوه ګډ خبري کنفرانس کې د احسن اقبال دا ټولې خبرې ناسمې يادې کړې.
د پاکستان سرکاري رېډيو ترمخه ښايي نواز شريف به د کراچۍ يوه ورځنۍ دوره کې د صوبې او مرکز تر مېنځه د رېنجرز ځواک د واک په معامله د روان کړکیچ هواري لپاره د صوبې له مشرانو سره لیده کاته وکړي.
د پاکستان سپر لیګ لپاره غوره شویو پنځه لوبډلو کې د پیښور زلمي ډله هم شامله ده چې مشري به یې د کرکټ قامي لوبغاړی شاهد اپرېدی کوي.
کېچ ضلع چې له مودې راهیسې د بلوڅو بېلتونغوښتونکو وسله والو ډلو مهم پټنځای یادېده، په دې وروستيو کې پکې د پاکستاني ملېشه و لخوا عمليات زیات شوي
"سهار مهال ماشومان او د کورنۍ نور غړيبې له چای او خوړو ښوونځيو او کارونو ته په تللو اړ دي نو حکومت دې د دوی په حال رحم وکړي او د ګېس لوډ شیډنګ دې زغرده ختم کړي."
د بلوچستان په کوټه کې د تېرې شنبې په ماښام د یوې غېرسرکاري موسسې «سیریم» لخوا غونډه ترسره شوه چې پکې د سیمې هغو وتلو کسانو ته ایوارډ ورکړل شو،کومو چې په بیلابیلو څانګو کې خپلو خلکو او وطن ته خدمت کړی وي.
د تجارانو اتحاديې يوه غړي ملک محمدخان خوندي وویل، له دوی سره په دې سیمه کې بل هېڅ روزګار نشته او د کسټم پولیس او ملېشه و سرتېري يې د ګورېزۍ روزګار ته هم نه پرېږدي.
د بلوچستان اعلی وزیر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ وايي ، په خپله کاري موده کې یې د ورکو بلوڅو د ستونزې په هوارولو کې ناکامه شوی دی. پوښتنه دا پيدا کېږي، چې اخر ولې د صوبې اعلی وزیر ددغې صوبې تر ټولو لویه ستونزه هوارولای نشي؟
د پاکستان حکومت وايي، وزیراعظم د مسلم لیګ (ن) ثنا الله زهری د بلوچستان نوي وزیراعلا څوکۍ ته نوماند کړی دی.
وزیر اعظم نواز شريف يوځل بيا د افغانانو په مشرۍ او رهبرۍ د سولې پروسې ملاتړ اعلان کړ او پر نړېوالې ټولنې يې هم غږ وکړ چې د دغه پروسې ملاتړ او مرسته وکړي.
په کوټه کې د سيفران وزیر وزیر عبدالقادربلوڅ ويلي، چې د پاکستان مرکزي حکومت د نړیوالو هیوادونو او موسسو په مټ د بلوچستان، خېبرپښتونخوا او قبايلي سیمو له هغو خلکو او سیمو سره مرستې کوي، چې دده په خبره تېرې درې لسیزي يې د افغان کډوالو کوربه توب کړی
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته