د پښتونخوا سیاسي او ولسي مشران وايي ـــ د پاکستان او چین ترمینځ د اقتصادي راهدارۍ پر معامله وزیراعظم نوازشریف له خپلې ژمنې پر شا شوی دی
په بجټ کې ۲۶ اربه کلدارې تاوان ښودل شوی دی. په بودیجه کې د پرمختیايي کارونو لپاره شاوخوا ۵۴ اربه روپۍ ایښودل شوې دي. د تعلیم لپاره له دوه اربه څخه زیاتې روپۍ ايښودل شوې دي.
د بلوچستان سینییر وزیر ثنا الله زهري رسنیو ته وویل، په دې کسانو کې دوه مهم قومندانان هم شامل دي. زهري د وسله والو د دې اقدام ستاینه کړې او له نورو وسله والو یې هم د جګړې پرېښودو غوښتنه کړې.
د بلوچستان مرکز کوټه کې د پولیس یو چارواکی وايي، د وسله والو په برید کې یې څلور سرتېري وژل شوي دي.
د هزاره قوم يو مشر وايي، په بلوچستان کې د استخباراتو او پوځ واکمني ده، او په خبره یې مملکت پخپله د دوى د خلکو په وژلو او فرقه ييزه ترهګري کې لاس لري
د ملګرو ملتونو د ماشومانو لپاره نړیوالې ادارې یونیسف په تیره میاشت کې په خپل یو رپوټ کې ویلي وو، په باکستان کې قانون د هغو ماشومانو د حقونو د خوندي کولو لپاره پوره ندی چې په بازارونو ، کارخانو او یا نورو ځایونو کې کارونه کوي.
پولیس وايي، پېښه د یکشنبې یا اتوار پر مازیګر د کوټې له باچا خان څلور لارې سره نېږدې وشوه. تر دې وروسته هزاره ګانو احتجاجي مظاهره وکړه چې پر مهال یې یو پښتون هم وژل شوی.
چې بیا نه تُوره پورته شي، نه سر په وینو رنګ شي باداره دغه جنګ دې، د وطن اخیري جنګ شي
نواز شریف وویل، د مستونګ پېښه د دغې صوبې د دوو قامونو تر منځ د نسلي کرکې راپارولو یوه لويه هڅه وه
وزیر اعظم نوازشريف ويلي حکومت يې په پاکستان کې د افراطيت او ترهګرۍ د له منځه وړلو کلک هوډ کړى دى.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته