؛ ډنمارک او پاکستان له تېرو پنځو کلونو راهیسې د پرمختګ په بېل بېل پروژو ګډ کار سره کوي. او نن دلته زموږ دا ملګري راسره دي، چې موږ له دوي سره په ګډ کار ویاړو؛.
د شنبې په ورځ ناوخته،د بلوچستان په مرکز کوټه کې د مذهبي ګوند جمعیت علما اسلام له اړخه پر مولانا عبدالواسع د بمي برید په خلاف احتجاجي لاریون ترسره شو،چې پکې برید وغندل شو او له حکومته غوښتنه وشوه چې د پېښې پلټنې دې وشي.
عوامي نيشنل ګوند په داسې حال کې په کويټه کې د کاشغر - ګوادر د لارې په مبينه بدلون د ټولو سياسي ګوندونو غونډه راغوښتي چې مرکزي حکومت وايي دوی لار نه ده بدله کړي. د ياد ګونده يوه مشره، بشرا ګوهر وايي دي لړ کې د وفاقي حکومت ځوابونه قانع کوونکي نه دي.
په کويټه کې د عوامي نيشنل ګوند له خوا رابلل شوې د ټولو سياسي ګوندونو غونډه کې فیصله وشوه چې د پاکستان مرکزي حکومت به په هيڅ صرورت د کاشغر او ګوادر ترمنځ غځيدونکې تجارتي لارې بدلولو ته نه پريږدي.
د عوامي نيشنل ګوند له خوا د ګوادر- کاشغر کوريډور په هکله يوه ورځنۍ ټول ګوندیزه غونډه پېل شوې چې مشري يې د دغه ګوند مشر اسفندیار ولي خان کوي.
د پاکستان د پلان جوړونې او پرمختګ وزیر احسن اقبال د سیاسي مشرانو غونډې ته وویل ، د ګوادر او کاشغر تر منځ دا تجارتي لار یو داسې پروژه ده چې تر ۲۰۳۰م کاله به سرته ورسېږي.
عوامي نېشنل ګوند وايي، د بلوچشتان صوبې، ټولو سیاسي او جمهوري ګوندونو يې د ګوادر-کاشغر لارې اړولو پر ضد د دې هړتال ملاتړ اعلان کړی دی.
په کوهاټ کې د متحده طلبه محاذ په نامه د زده کونکو تنظیم لخوا د پیر ورځې پیل کړیاحتجاج لا هم دوام لري.
عوامي نيشنل ګوند وايي، د ګوادرکاشغر کوريډور له پښتون مېشتو سیمو د اړولو پر ضد به د مۍ پر ۱۶مه نېټه په کوټه کې ټول ګوندیز کنفرانس کوي.
د قبايلي سيمو په مسلو ځايي استازي او مشران په ښه شان پوهېږي او دوی دغه مسلې د قبايلو د دود دستور مطابق هوارولی هم شي.
ګوادرکاشغر کوريډور به يا په پښتنو ميشتو سیمو تيريږي، یا د کالاباغ ډېم په څير به د تل لپاره له منځه ځي. عوامي نیشنل ګوند
د یکشنبې په ورځ د بلوچستان د سبي په چاکر سرک د یوې چاودنې له کبله درې کسان وژل شوي او اتلس نور ژوبل شوي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته