د بلوچستان په ږوب کې تښتوول شوي دوه د ګوزڼ ضد کارکوونکي او دوه لیويز سرتېري وژل شوي دي.
که څه هم ملېشه ځواکونه وايي، چې دوي د بلوچ ریپبلکن آرمي نومې وسله والې ډلې پنځلس وسله وال وژلي، خو د يادې ډلې له خوا رسنيو ته لاهم په دې اړه هيڅ ويل شوي نه دي.
د پنجشنبې یا زیارت پر مازیګر په پېښور کې د یوې څېړنیزې مقالې وړاندې کولو پر مهال د تحریک مشر ډاکتر سید عالم مسود وویل، د لارې له بدلولو سره یوازې پښتونخوا او بلوچستان نه بلکې، افغانستان، ایران او منځنۍ اسیا هم له چین او پاکستان سره له
د عبدالرحيم کاکړ په خبره که د ګوادر- کاشغر لاره له بلوچستان او خیبرپښتونخوا بدله کړي، نو نه يواځې ددغو صوبو د وګړيو تاوان دی، بلکې د افغانستان او ایران د ګاونډي هیوادونو هم تاوان دی.
د بلوڅ مېشتې کېچ سیمې امنيتي چارواکي وايي، په دې سیمه کې د دوشنبې په ماښام وسله والو د شادي کور ډېم پروژې شپږ کارکوونکي چې يو انجينر هم په کې دی، تښتولي دي.
له دې سره د چارشنبې پر ورځ په ټول بلوچستان کې د ځايي حکومتونو وروستي پړاو پای ته ورسېدلی چې پکې کونسلرانو، ضلعي، ښاري او د ښارګوټو ښاروالان وټاکل.
سردار اختر مېنګل په دې غونډه کې وویل، د بلوچستان له ولس سره لا هم هغسې زیاتوب کېږي، لکه څنګه چې له تېرو شاوخوا شپېتو کلونو کېده.
اصغر اڅکزي په دې خبري غونډه کې وویل، کله چې یې ګوند په خیبر پښتونخوا کې واکمن و او د وسله والو پر ضد يې عملیات کول، نو هېڅ يوه سیاسي ګوند يې ملاتړ نه کاوو.
مایا امراټونګا وايي، له ۲۰۰۲ عیسوي کال څخه بیا تر ۲۰۱۴شاوخوا اته دېرش لکه افغان کډوال له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي، چې په دې شپږ لکه شپږويشت زره د بلوچستان له بېلا بېلو کمپونو څخه تللي
د لورالايي په مېختر سیمه کې دا برید په داسې حال کې کېږي، چې په لورالايي، ږوب، مرغه کبزيي او ګوال اسماعیل زيي سیمو کې له تېرو څو ورځو راهیسې پاکستانۍ ملېشې د پلټنې عملیات کوي.
د ایران د سيستان بلوچستان صوبې ګورنر علي اوساط هاشمي چې په سرکاري دوره د بلوچستان مرکز کوټې ته تللی، هلته يې د صوبې له ګورنر، وزیراعلی او د کوټې له تجارانو سره جلا جلا لیدلي دي. علي اوساط هاشمي وايي، پاکستان او ایران باید تجارت ته نوره وده ورکړي، او پاکستان باید له ایران څخه د بجلۍ، ګیس او انرژۍ پ
درې ورځې وړاندې د بلوچستان له کلاسيف الله سيمې د تښتول شويو کسانو د تښتونې په خلاف په ږوب سيمه کې د سياسي ګوندونو او د قومونو د مشرانو جرګه شوې او له حکومته يې په کلکه غوښتي، چي د وسله والو او ترهګرو په خلاف عمليات وکړي او يرغمل شوي کسان د دوى له منګولو را خوشي کړي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته