"پاکستانیو ځواکونو د اواران د مشکې په هاروني سیمه کې د بلوچستان نېشنل مومنټ د جنرل سیکرېټري ډاکټر منان بلوڅ، د هغه د خپلوانو او نورو بې ګناه وګړيو کورونه سوځلي"
د پاکستان صدر ممنون حسین ویلي، هغه ټولې خبرې دروغ او بې بنسټه دي، چې د ګوادرکاشغر راهدارۍ لاره يې له ږوب او شاوخوا سیمو چپه کړې، د ده په خبره د راهدارۍ په لاره کې هيڅ بدلون نه دی راغلی او ددې راهدارۍ تر ټولو زیاته ګټه به د بلوچستان ولس ته رسېږي.
سېنېټر عثمان کاکړ وايي، د يوې اندازې مطابق تر يو لاک زیاتو پښتنو شناختي کارډونه بند دي چې پکې اتيا زره يواځې په پنجاب صوبه کې دي
امريکا د جولای په مياشت کې سيلاب ځپلې شوې چترال سیمې لپاره تر درو لاکه ډالرو زيات مرستو اعلان وکړ.
د پولیسو په خبره تراوسه ددوي تښتوولو علت څرګند نه دی او نه يې هم د تښتوولو مسوولیت یو وسله والې ډلې منلی دی.
((حقیقت دا دی چې پاکستان د ترهګرو روزلو او هغوی ته د مالي سرچینو پیدا کولو تګلارې ښکار دی.))
د پښتونخوا په ګڼو سیمو کې داسې سکولونه شته چې د تش په کاغذونو کې دي او ډېر نور یې بیا ویجاړ پراته دي.
د کوټې د مطبوعاتي کلب مخې ته د جمعې په ماځيګر د ورکو کړل شويو بلوڅو يو شمېر کورنيو بیا هم احتجاج کړی او وايي، د اختر د خوشاليو ورځې بیا هم په وير تېروي. د يو شمېر کورنيوغړيو چې د دوی په خبره خپلوان يې پاکستاني استخباراتو تري تم کړي.
ماما قدیر بلوڅ په خبره، دوی به په دغه اړه د تېرو اخترونو په څېر، دا ځل هم د ورکو بلوڅانو د ورک کولو په خلاف مظاهره کوي
نوموړي ټولو پښتنو ته د کلتوري ورځې مبارکي وویله او په سرکاري توګه د دې ورځې لمانځل د خپل حکومت یو مهم کار وباله.
پښتانه او بلوڅ ملتپال بیا بیا وايي، د پاکستان اردو ژبي ټیلويزيون چېنلونه ددوی صوبې ته هيڅ کوريج نه ورکوي او هغومره وخت چې د نورو صوبو سیاستوالو ته يې ورکوي، د بلوچستان صوبې سیاستوالو ته کله هم ورکړی نه دی.
د بلوچستان په کوټه کې د ځوانانو د امن جرګه په نامه یوه غونډه ترسره شوه چې پکې بلوڅو ، هزارګانو او پښتنو ځوانانو ګډون وکړو.په غونډه کې ځوانانو او مشرانو د «موږ امن غواړو» تر سرلیک لاندې وېناوې وکړې.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته