بلوچستان دپاکستان له هغوصوبوڅخه ده، چي دا وخت په کې دامنیت وضع د نورو صوبوپه پرتله ښه نه ده. په دې صوبې کې که يوپلوبلوڅ ملت پالوله پاکستان څخه دبېلېدو اعلان کړی، نوبلخوا پر لويولارو شوکي، دپيسولپاره دسړي تښتونې پېښي او نورې ناامنۍ هم دوام لري.
د پاکستان څخه خپريدونکې ورځپاڼې ایکسپريس تريبيون ليکي چې له اقتصادي پلوه د وروسته پاتې بلوچستان سره مرکزي حکومت او پوځ امتيازي سلوک هلته د بلوڅ پاله ياغيانو په ګټه تماميږي. او په دې صوبه کې د حالاتو ښه کولو لپاره بايد زمکني حقايق په پام کې ونيول شي.
د پاکستان د انګريزي ژبي ورځپاڼي ايکسپرېس ټريبيون د صوبه بلوچستان په چاغي سيمه کي د ريکوډېک په نامه د سرو زرو او میسو د قدرتي زيرمو په اړه يو مقاله خپره کړې او وايي چي که څه هم د پاکستان حکومت د ذکر شوو کانونو په کيندلو کي يٍوه پيسه نه ده لګولې خو د کمپنی د ګټي 52 فيصده تر لاسه کوي.
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته