د پاکستان څخه خپريدونکې ورځپاڼې ایکسپريس تريبيون ليکي چې له اقتصادي پلوه د وروسته پاتې بلوچستان سره مرکزي حکومت او پوځ امتيازي سلوک هلته د بلوڅ پاله ياغيانو په ګټه تماميږي. او په دې صوبه کې د حالاتو ښه کولو لپاره بايد زمکني حقايق په پام کې ونيول شي.
د پاکستان د انګريزي ژبي ورځپاڼي ايکسپرېس ټريبيون د صوبه بلوچستان په چاغي سيمه کي د ريکوډېک په نامه د سرو زرو او میسو د قدرتي زيرمو په اړه يو مقاله خپره کړې او وايي چي که څه هم د پاکستان حکومت د ذکر شوو کانونو په کيندلو کي يٍوه پيسه نه ده لګولې خو د کمپنی د ګټي 52 فيصده تر لاسه کوي.
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته