په بیان کې راغلي دي چې امینې محمد وویل چې په ډېریو برخو کې د ښځو د کار او فعالیت اړتیا ده نو له همدې امله دې مسایل د خبرو له لارې حل شي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو اوونیو کې په افغانستان کې ساړه خورا زیات شوي دي. د سره صلیب نړیوالې ادارې په نومبر کې ویلي ول چې افغانان ښايي په سږني ژمي کې له لا زیاتو مشکلاتو سره مخامخ شي.
فرحان حق د جنورۍ پر ۱۶مه کابل ته د ملګرو ملتونو د مشر مرستیالې امینې محمد په مشرۍ د پلاوي تر رسېدو یوه ورځ وروسته په بیان کې ویلي دي چې هغه پلاوي افغانستان ته تر تګ مخکې د خلیج او د اسیا او اروپا له یوشمېر هېوادونو سره د مېرمنو او نجونو د حقونو او پایداره پرمختیا په اړه خبرې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې " یو این ایچ سي ار " لخوا د ژمنیو توکو د رانیولو لپاره د مرستو په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته ۲۷۵ ډالر ورکول کیږي چې د سیمه ییزو چارواکو په وینا شاوخوا دولس سوه کورنۍ له دې مرستو بې برخې پاتې شوي دي.
د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ مخې ته د حملې ذمه واري منلې ده. رویټرز اژانس او سي بي سي نیوز ته سرچینو ویلي، یوه ځانمرګي بریدګر غوښتل بهرنیو چارو وزارت ته ننوځي، خو مخه یې ونیول شوه او د وزارت مخې ته یې په ځان پورې تړلي بارود وچوول.
په وزارت کې یو چارواکي له رسنیو سره د خبرو اجازې نه لرلو له وجې د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د پېښې پر مهال د بهرنیو چارو په وزارت کې له چینايي ډېپلوماټانو سره غونډه روانه وه.
د نوموړي د دې لیدنې او خبرو ویډیو چې پکې د طالبانو د پوهنې وزیر حبیباغا او نور طالب چارواکي هم ناست لیدل کېږي، د مسلمانو عالمانو نړیوالې ټولنې "علما المسلمين" د جنورۍ پر اوومه ناوخته په خپله ټوېټرپاڼه خپره کړې.
پاکستان په داسې حال کې د دې هېواد پرضد د افغان خاورې د کارول کېدو ادعا کوي چې په دې وروستیو کې په ځانګړې توګه خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسله والو بریدونه زیات شوي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته