د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ مخې ته د حملې ذمه واري منلې ده. رویټرز اژانس او سي بي سي نیوز ته سرچینو ویلي، یوه ځانمرګي بریدګر غوښتل بهرنیو چارو وزارت ته ننوځي، خو مخه یې ونیول شوه او د وزارت مخې ته یې په ځان پورې تړلي بارود وچوول.
په وزارت کې یو چارواکي له رسنیو سره د خبرو اجازې نه لرلو له وجې د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د پېښې پر مهال د بهرنیو چارو په وزارت کې له چینايي ډېپلوماټانو سره غونډه روانه وه.
د نوموړي د دې لیدنې او خبرو ویډیو چې پکې د طالبانو د پوهنې وزیر حبیباغا او نور طالب چارواکي هم ناست لیدل کېږي، د مسلمانو عالمانو نړیوالې ټولنې "علما المسلمين" د جنورۍ پر اوومه ناوخته په خپله ټوېټرپاڼه خپره کړې.
پاکستان په داسې حال کې د دې هېواد پرضد د افغان خاورې د کارول کېدو ادعا کوي چې په دې وروستیو کې په ځانګړې توګه خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسله والو بریدونه زیات شوي دي.
سمنټا په یو بیان کې چې نن خپور شوی ویلي دي دا تر ټولو ستر بشري ناورین دی چې د افغانستان له سختو ننګونو سره د مبارزې په برخه کې د نیمايي وګړو ونډه لهمنځه یوړل شي. نوموړې د طالبانو دا پرېکړه غندلې، خطرناکه يې بللې او د فسخه کېدو غوښتنه يې کړې ده.
وزیرستانیو کډوالو ګواښ وکړ، که چیرې يې غږ وانه وریدل شي، نو دوی به د اعتراض په توګه د پرلت خیمې ودروي او په لاریونونه به لاس پورې کړي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته