سمنټا په یو بیان کې چې نن خپور شوی ویلي دي دا تر ټولو ستر بشري ناورین دی چې د افغانستان له سختو ننګونو سره د مبارزې په برخه کې د نیمايي وګړو ونډه لهمنځه یوړل شي. نوموړې د طالبانو دا پرېکړه غندلې، خطرناکه يې بللې او د فسخه کېدو غوښتنه يې کړې ده.
وزیرستانیو کډوالو ګواښ وکړ، که چیرې يې غږ وانه وریدل شي، نو دوی به د اعتراض په توګه د پرلت خیمې ودروي او په لاریونونه به لاس پورې کړي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې طالبان دې د افغان نجونو او ښځو سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي حقونو ته درناوی وکړي.
د خوستیو لادرکه شویو د کورنیو غړي وايي، له شاوخوا لسو ورځو راهیسې يې له خپلو مساپرو سره اړیکې پرې شوي او دا چې هغه سیمو کې سختې واورې او ساړه وي، د خپلو مساپرو د ژوند په اړه سخت انديښمن دي.
د ډېسېمبر په ۲۶مه د پېښور پوهنتون زده کوونکو په پېښور او د ملي جمهوري غورځنګ غړيو په مردان او صوابۍ کې احتجاجونه وکړل. دوی په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا د جينکو پر لوړو زده کړو بندیز وغانده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم د ډېسېمبر پر ۲۵مه خبرداری ورکړ چې د طالبانو دا حکم به ویجاړونکې پایلې ولري.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته