طالب چارواکي په افغانستان کې د چاودنو او نورو پېښو په اړه رسمي معلومات په ځنډ خپروي. دا په تېرو پینځو ورځو کې په کابل ښار کې درېیمه چاودنه ده.
دوی زیاتوي، د خلکو اقتصادي حالت هم کمزوری شوی، چې له کبله يې مڼې او نورې تازه مېوې پوره بازار نه لري او بیې يې هم ټیټې دي. پکتیاوال بڼوال او د تازه میوو سوداګر غوښتنه کوي، چې د طالبانو حکومت دې دوی ته د میوو د ساتلو لپاره سړې خونې او د خرڅانه بازار پیدا کړي.
اجتجاجيان وايي، مسوولین د دوی د کاروبار او اقتصادي توانه پورته مالیه ورڅخه غواړي چې دوی يې د ورکولو وس نه لري.
په روان ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د ګوزڼ وهلو ماشومانو دوه پېښې ثبت شوې دي. يوه د سیپتمبر په ۱۷مه د کونړ ولايت په ماڼوګي ولسوالۍ کې وه او بله په پکتيا ولايت کې ښکاره شوې ده.
د امریکا د انصاف وزارت په ۲۰۰۹ز کال کې وویل چې یوې جرګګۍ پر نوموړي د پورې شویو تورونو د قضیې تر اورېدنو وروسته هغه ته د عمر قید سزا واوروله.
د سېپټېمبر پر ۱۷مه په سیمه کې د جرګې ګډونوالو مشال راډیو ته وویل، د دښمنۍ له پیل راهیسې په نښتو کې د دواړو لوریو ۱۱ تنه وژل شوي او ورته لوی مالي زیانونه اوښتي ول.
په پکتیا کې د ځايي ادارې چارواکي وايي چې د تاریخي روایاتو پر بنسټ، د ګردېز بالاحصار په لومړي ځل تر میلاد ۳۲۸ کاله مخکې پر اسیايي هېوادونو د مقدوني سکندر یرغلونو پر وخت جوړ شوی وو. دوی زیاتوي چې سکندر بالاحصار د خپل لښکر د خوندیتوب لپاره جوړ کړی وو.
موږ پر دې موضوع د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح الله مجاهد او د پوهنې له وزیر سره رابطه وکړه خو په خبرو ورسره و نه توانېدو. البته د پوهنې وزارت چارواکو روانه میاشت وویل چې په دې اړه یې د مشرتابه حکم ته په تمه دي.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د سېپټېمبر په ۱۴مه په يوه خبري غونډه کې ويلي وو چې د القاعده سره هېڅ اړیکې نه لري او نه به هم څوک پريږدي چې په بل هېواد حملې پلان کړي.
د شورا په وینا، په الف ګروپ کې افغانستان، نیو زیلینډ، انګلستان او اسټرالیا شاملې دي او دوه نورې لوبډلې به تر لومړي پړاو وروسته ګروپ ته لاره مومي.
نړیوالو خبري اژانسونو د امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د افغانستان ۳.۵ اربه کنګل شوې شتمني په سوېټزرلینډ کې یوه صندوق ته استوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته