د شورا په وینا، په الف ګروپ کې افغانستان، نیو زیلینډ، انګلستان او اسټرالیا شاملې دي او دوه نورې لوبډلې به تر لومړي پړاو وروسته ګروپ ته لاره مومي.
نړیوالو خبري اژانسونو د امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د افغانستان ۳.۵ اربه کنګل شوې شتمني په سوېټزرلینډ کې یوه صندوق ته استوي.
جو بایډن د ۲۰۰۱ز کال د سپتمبر د ۱۱مې د برید د ۲۱مې کلیزې په مناسبت د قربانیانو په یادغونډه کې وويل ترهګر چې د نړۍ هر ځای کې وي دوی یې څاري او له منځه یې وړي.
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په کابل کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې د دې ښوونځيو د بيا پرانیستلو په اړه څېړنه کېږي ځکه چې دا یې د حکومت پالیسي نه ده چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانيزي.
طالبانو د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز او څمکنیو ولسوالۍ کې د نجونو هغه ښوونځي بېرته وتړل چې دوه اوونۍ مخکې پرانیستل شوي وو.
د ده په وینا، طالبانو د افغانستان نیمایي خلک له زده کړو او کار څخه منع کړي دي.
نړیوالې ټولنې په بیا بیا پر طالبانو ټینګار کړی دی چې ټولشموله حکومت دې جوړ کړي او د ښځو په ګډون دې ټول بشري حقونه خوندي کړي.
د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، دغه ښوونځي د مديرانو او ځايي خلکو له خوا پرانيستل شوي او دوی یې نه مخنيوی کړی او نه یې د خلاص ساتلو امر ورکړی.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د سپتمبر پر پينځمه رسنيو ته په لېږدولي بيان کې ويلي چې په دې چاودنه کې يو کس وژل شوی او ۱۱ ژوبل شوي دي.
د کرنې ریاست د مالدارۍ برخې امر کبیر اسلمي د سېپټېمبر پر درېيمه مشال راډيو ته وويل چې د مچیو د خوړو شاوخوا ۷۰ فیصده سرچينې ختمې شوې دي. نوموړي زیاته کړه چې کوښښ کوي چې د مچیو د کاروبار کوونکو لپاره مرستې پيدا کړي او لاسنیوی یې وکړي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته