د ګریفیټس په وینا، "له ځانګړې درملنې پرته، دا ماشومان مړه کیدی شي." هغه ټینګار وکړ چې له افغانستان سره باید یو وار بیا نړیوالې پراختیايي مرستې پيل شي.
دوی وايي، د وروستیو بارانونو له کبله د دوی یو شمېر کورونه نړېدلي او مالي زیانونه ور رسېدلي دي.
د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب د اګست پر ۲۸مه ادعا کړې چې پاکستان د امریکا بې پیلوټه الوتکو ته اجازه ورکړې ده چې افغانستان ته د رسايي لپاره د پاکستان فضايي حدود وکاروي.
پاکستان په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې یې داسې تورونه رد کړي چې ګواکې خاوره یې د افغانستان یا بل ګاونډي هیواد پرضد کارېږي.
د اروپايي ټولنې چارواکي وايي، ښايي افغانستان د خبرونو له سرټکو څخه وتلی وي، خو لا هم په دغه هېواد کې د خلکو حالت خراب دی.
په رپورټ کې راغلي، "د مذهب په اړه د طالبانو سختدریځي تفسیر، د هغو افغانانو چې د اسلام متفاوت تعریف لري او هغوی چې مسلمانان هم نه دي، مذهبي ازادي نقض کړې ده."
د سازمان په خبره، طالبانو په خپله یو کلنه واکمنۍ کې، د بشري حقونو د ملاتړ مهم بنسټونه ړنګ کړي او د افغانانو حقونه یې تر پښو لاندې کړې دي.
په افغانستان کې دې وروستیو سېلابونو په لوګر، میدان وردګ، نورستان، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې خلکو ته ډېر زیانونه رسولي دي.
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت وزارت په تېرو دوو اوونیو کې د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو له امله د ۱۰۴ کسانو د مړینې او د ۱۱۵ نورو د ټپي کېدل تایید کړي دي.
په اسلام اباد کې د اګست پر ۱۹مه نېټه په اوونيزه خبرې غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عاصم افتخار وویل چې په امریکا کې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ باید په بیړنۍ توګه ازادې او موقتي چارواکیو ته دې کارول اسانه شي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته